د لاس رسي وړ اتصالات

د حج په مراسمو کې د کعبې ښکلول منع شول


هرکال میلیونونه مسلمانان حج ته ځي
هرکال میلیونونه مسلمانان حج ته ځي

د سعودي‌ عربستان حکومت سږکال د حج د مراسمو لپاره یو شمېر نوې صحې لارښوونې او محدودیتونه اعلان کړل.

د سعودي د ناروغیو د مخنیوي او کنترول اداره وايي چې د کروناویرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره یې په تازه اعلان شویو لارښوونو او محدودیتونو کې د کعبې ښکلول او لمس کول هم منع شوي دي.

حکومت تېره میاشت وویل چې سږکال به یوازې هغه محدود شمېر کسان حج کوي‌ چې په سعودي‌عربستان کې دننه دي‌ او له نورو هېوادونو څخه یې د حاجیانو ورتګ ته اجازه ورنکړه.

دا په معاصر تاریخ کې لومړی ځل دی چې د سعودي ‌حکومت داسې یوه پرېکړه کوي.

د حج د مراسمو لپاره نوې صحي لارښوونې او محدودیتونه تېره ورځ جولاۍ۶ (چنګاښ۱۶) اعلان شول. د سعودي‌ حکومت له ټولو حاجیانو غوښتي چې د حج د مراسمو پر مهال باید هر وخت او په هر ځای کې ماسکونه وتړي.

همدغه راز د حاجیانو ترمنځ‌ باید یو یا یو نیم میتره فاصله وساتل شي.

د شيطان وېشتلو لپاره به یوازې هغه تېږې کارول کیږي چې حکومت یې مخکې له مخکې حاجیانو ته ورکوي او د شیطان وېشتلو پر مهال په یو وخت کې له ۵۰ څخه زیات حاجیان باید هلته موجود نه وي.

د شيطان وېشتل د حج یو مهم رکن بلل کیږي. همدغه راز په نویو لارښوونکو کې دا خبره هم شوې ده چې په یوې کېږدۍ کې له لسو حاجیانو څخه ډېر نشې اوسېدلی. د ټولو کېږدیو لپاره ۵۰ متر مربع ځمکه په پام کې نیول شوې ده.

د سعودي‌ حکومت داسې مهال دا نوې لارښوونې اعلان کړې چې لا هم په سعودي کې د کروناویروس ځینې پېښې شته.

د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د کروناویروس د خپرېدو له کبله تر دې دمه په سعودي‌ عربستان کې څه باندې ۱۹۰۰ کسان مړه شوي‌ او شاوخوا ۲۰۹۵۰۰ نور پرې اخته دي.

د کروناویروس په تېر ډسمبر کې د چین په هوبي‌ایالت کې خپور شو او دا مهال یې د نړۍ په ۱۸۸ هېوادونو او سیمو کې څه باندې ۵۳۴ کسان مړه کړي‌او څه باندې ۱۱.۴ میلیون نور انسانان پرې اخته دي.

XS
SM
MD
LG