د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د فرهنګ په اړه د عمران خان په څرګندونو د کرزي سخت غبرګون


د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د اسلامي هیوادونو د همکارۍ د سازمان په غونډه کې د پاکستان د صدراعظم عمران خان په څرګندونو سخت غبرګون ښودلی او هغه یې په افغانستان کې د تفرقه اچونې هڅه ګڼلې ده.

ښاغلي کرزي په خپل فیسبوک پاڼه د پاکستان په صدراعظم باندې په سخت انتقاد سره له هغه غوښتي دي چې د افغانستان په چارو کې لاس وهنه بنده کړي او په نړیوالو غونډو کې ددې هیواد په استازیتوب خبرې ونکړي.

د اسلامي هیوادونو د همکارۍ د سازمان په غونډه کې چې د پاکستان په کوربتوب جوړه شوې وه، عمران خان په خپله وینا کې له نړیوالې ټولنې او متحده ایالاتو څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د بشري حقونو او ښځو د حقونو په اړوند فرهنګي حساسیتونه په پام کې ونیسي.

د پاکستان صدراعظم ادعا وکړه چې د طالبالنو اکثریت پښتانه دي او د پښتنو په کلیو او بانډو کې کورنۍ حاضرې ندي چې حتا د امتیازونو په بدل کې خپلې لورګانې ښوونځیو ته واستوي.

ښاغلي خان همداشان وویل چې د داعش ډله اوس له افغانستان څخه په پاکستان کې بریدونه کوي او که د طالبانو حکومت غښتلی نشي د هغه په وړاندې به د مبارزې توان ونلري.

ښاغلي کرزي د عمران خان څرګندونې "د تفریقې د رامنځته کولو هڅه او افغانستان ته سپکاوی" وګاڼه او ویې لیکل: "دا چې گواکې داعش ډله په افغانستان کې فعالیت لري او له افغانستان څخه پاکستان تهدیدوي د افغانستان خلاف ښکاره تبلیغ دی ځکه چې په واقعیت کې موضوع کاملا برعکس ده او د داعش تهدید له اوله له پاکستان څخه افغانستان ته متوجه دی."

د افغانستان پخواني حکومت تل پاکستان تروریسټي ډلو ته د پناه ځایونو په ورکولو تورن کاوه چې د هغې هیواد د خاورې نه په استفادې یې پر افغانستان بریدونه کول، خو اسلام آباد تل دغه تورونه ردول.

افغان پوځي څیړونکو هم په ورته څرګندونو سره د امریکاغږ ته ویلي دي چې د داعش جنګیالي هم د طالبانو د ډلې او د نورو سخت دریځو ډلو غړي دي، چې اوس پاکستان ترې د خپلو اهدافو لپاره د داعش تر نامه لاندې ګټه اخلي.

د پاکستان صدراعظم د نړۍ استازو ته په خطاب کې وویل چې که افغانستان سره بیړنۍ مرستې ونشي دغه هیواد به د ګډوډیو او ډله ییزو مهاجرتونو سره مخامخ شي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې د پاکستان حکومت ته سپارښتنه کوي چې د افغانستان په خلاف له تبلیغاتو او ددې هیواد په چارو کې له مداخلې سخته ډډه وکړي، او د یو نیک ګاونډي په توګه د دواړو هیوادونو ترمنځ د حسنه او متمدینو اړیکو د رامنځته کولو لپاره هڅه وکړي.

د طالبانو ډلې ویلي دي چې ډیر ژر به د نجونو د ښوونځیو د پرانستلو په اړه تصمیم ونیسي، د پاکستان د صدراعظم ددغو څرګندونو په هکله یې تبصره نده کړې.

XS
SM
MD
LG