د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې د افغان کډوالو وضعیت ښه کېدو په اړه د کابل او تهران موافقه


د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له خپل ایراني سیال جواد ظریف سره
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له خپل ایراني سیال جواد ظریف سره

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ایران ته د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست د سفر په مهال د افغان کډوالو د وضعیت د ښه کیدو په اړه د کابل او تهران ترمنځ د موافقې خبر ورکړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هیواد د دوشنبې په ورځ جون ۲۲ ( چنګاښ۲) خبریالانو ته په یو استولي پیغام کې ویلي چې په ایران کې د میشتو افغان کډوالو د ګټو څخه دفاع او مصؤنیت او هم افغان کډوالوته د وروستي پیښ شوي وضعیت تعقبول تهران ته د افغان لوړپوړي پلاوي د سفر په اهدافو کې شامل موضوعات دي.

ښاغلي هیواد ویلي چې ایراني چارواکو د افغان کډوالو د وروستیو پیښو په اړه خپلې څیړنې له افغان پلاوي سره شریکې کړي او دواړو خواو په راتلوونکي کې د دغسې پيښو د مخنیوي لپاره پر اقداماتو موافقه کړې ده.

د ایران د یزد په ښار کې د افغان کډوالو پر موټر د ایراني پولیسو ډزې چې له امله یې درې تنه افغان کډوال وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي او هم د ایران او افغانستان د سرحد په اوږدو کې د هریرود په سیند کې د افغان کډوالو د غرق کیدو مسله چې له امله یې شاوخوا ۱۵افغان کډوال مړه او ۱۷ نور لا درکه شوي دي ایراني سرحدي ځواکونه د دغو دواړو پیښو کې تورن ګڼل شوي دي.

افغان حکومت د دغو پیښو د څیړنې او ایراني چارواکو سره پر دغو مسلو د بحث لپاره د یکشنبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست محمد حنیف اتمر په مشرۍ یو لوړپوړی دولتي پلاوی ایران ته استولی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هیواد د ایراني چارواکو سره د افغان پلاوي د خبرو په اړه ویلي " د ایران اسلامي جمهوریت له خپله اړخه په ایران کې د میشتو افغانانو سره د ښه او زغم وړ چلند په هکله ډاډ څرګند کړی. دواړه خواوې د یزد په پیښه کې د مړو شوو افغان کډوالو او ټپیانو په عزت سره د انتقال په برخه کې موافقه وکړه".

د ښاغلي هیواد د وینا له مخې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سرحد د امنیت پیاوړي کیدل او د انساني قاچاقبرانو پر وړاندې د ګډې مبارزې او د سرحد په اوږدو کې د غیرقانوني تګ راتګ د مخنیوي لپاره هم دواړو هیوادونو د سرحد د مدیریت په اړه موافقه کړې ده.

همداشان افغان او ایراني چارواکو موافقه کړې چې د افغان کارګرانو د ګمارني د چارو د تنظیم لپاره د دواړو هیوادونو ترمنځ خبرې دوام ومومي او په ایران کې میشتو افغانانو د اوسیدنې د قانوني کیدو لپاره افغانانو ته د ایران له خوا د اوسیدنې د کارتونو تمدید او هم افغانانو د هویت تثبیت، الکټرونیکي تذکرو او د پاسپورټ ویشلو د بهیر پر پیلیدو باندې هم موافقه کړې ده.

ایران ته د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست محمد حنیف اتمر په مشرۍ د دغه پلاوي د سفر دمخه ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په مشرۍ یو پلاوي تیره میاشت له کابل څخه لیدنه کړې وه

XS
SM
MD
LG