د لاس رسي وړ اتصالات

د ځیرکو وسایلو سره د ماشومانو تماس – ولې باید اندیښمن اوسو؟


د دوو لسیزو په پرتله اوس د دوو کلونو لاندې عمر لرونکي ماشومان خپل زیات وخت د تلویزیون او کمپیوتري وسایلو لکه مبایل، ایپد او تابلیټ په لیدلو تیروي.

د امریکا د طبي انجمن په ژورنال کې د یوې نوې خپرې شوې څیړنې موندنې ښیي چې په ١٩٩٧ کال کې له دوو کلونو لاندې عمر ماشومانو په وسطي توگه د ورځې یونیم ساعت تلویزیون لیده، خو په اوسني وخت کې ددغه سن ماشومان د ورځې په وسطي توگه څه دپاسه درې ساعته د تلویزیون او ځیرکو وسایلو په لیدلو تیروي.

دې ته په پاملرنې چې د ماشومانو ماغزه د ژوند په لومړیو کلونو کې چټکه وده کوي، پوهان اندیښمن دي سربیره پدې چې ددغو وسایلو سره تماس د هغوی د ماغزو په ودې او فعالیت منفي اثر کوي هغه څه چې دوی یې گوري هغه هم کیدای شي د اندیښنې وړ وي.

نویو څیړنو ښودلې چې د تلویزیون او ځیرکو وسایلو سره د ماشومانو زیات تماس کیدای شي د هغوی د ماغزو د ودې د ځنډ سبب شي او د هغوی د پیژندگلوی په مهارتونو، د ژبې په زده کړې، ټولنیز معاشرت او عواطیفو باندې اثر وکړي.

ددې څیړنې موندنې همداشان ښیي چې د ماشومانو چاغوالی او د هغوی د خوب ستونزې د تلویزیون او نورو ځیرکو وسایلو سره د حده زیات تماس نتیجه ده.

پوهان په یوه بله څیړنه کې پدې پوه شوي چې د فیسبوک، انستاگرام، سنپ چت او نورو ټولنیزو صفحو سره د ماشومانو او تنکیو ځوانانو دوامداره او له حده زیات مشغولیت د خوب ستونزې او د خپگان ځنې نور عوارض رامنځ ته کوي.

د امریکا د ماشومانو د طب اکاډمۍ په ٢٠١٦ کال کې سپارښتنه کړې وه چې: د ١٨ ماشتو څخه لږ عمر لرونکي ماشومان باید اصلاً د تلویزیون او ځیرکو وسایلو سره سروکار ونلري. د ۱۸ نه تر ۲۴ میاشتو پورې عمر لرونکي ماشومان د لنډې مودې هغه هم د والدینو په انتخاب عالي محتوا لرونکې ویدیوگانې لیدلی شي او د دوو نه تر پنځو کلونو عمر ماشومان د ورځې یواځې یو ساعت ښه محتوا لرونکې ویدیوگانې کتلای شي.

XS
SM
MD
LG