د لاس رسي وړ اتصالات

نه ګرځېدل او ډېر کېناستل هډوکي کمزوري کوي- څېړنه


یوه نوې طبي څېړنه ښيي چې کم او یا نه ګرځېدل او د اوږدې مودې لپاره په یوځای کښیناستل د انسانانو او په ځانگړې توگه د نارینو د هډوکو د کمزورتیا او ماتیدو سبب کیږي.

د څیړنې نتیجې چې د نړۍ د عامې روغتیا په ژورنال کې خپرې شوي ښیي چې نارینه د ښځو په پرتله په متوسط ډول زیات په یو ځای کې کښیني او پدې خاطر د هغوی هډوکې په ځانگړې توگه د ملا هډوکي کمزوري دي.

دغې څیړنې ښودلې هغوی چې د عمر په شپیتمې کلیزې کې دي او ټوله ورځ ځای پر ځای کښیني ډیر د هډوکو د کمزوري کیدو او د پوچیدو په وجه د هډوکو د ماتیدو له خطر سره مخامخ دي.

خو دغه نوې موندنې ښیي چې د ورځې په لس زره قدمه گرځیدو سره کیدای شي هډوکي قوي شي.

د هډوکو پوچیدل یوه ناروغي ده چې د عمر په ډیریدو سره رامنځ ته کیږي، خو فزیکي فعالیت او هغه ورزشونه چې د بدن غړي غښتلي کوي تر ډیره حده ددغې ناروغۍ مخنیوی کوي او د پوخ عمره کسانو د هډوکو سلامتي تضمینوي.

لږ حرکت کول او د اوږدې مودې لپاره ځای پر ځای کښیناستل د سگرټو په څیر د هډوکو پر روغتیا باندې منفي اثر کوي. څیړنو ښودلې ده چې د سگرټو څکل هډوکي پوچوي.

هغو پوهانو چې دغه نوې څیړنه یې کړې په خپلو موندنو کې یې پدې ټینگار کړی دی چې: فعاله اوسئ او د اوږدو کښیناستلو ډډه وکړئ!

XS
SM
MD
LG