د لاس رسي وړ اتصالات

فراه کې د پولیو ضد واکسین څخه د ډډه کوونکو کورنیو د قناعت ورکولو هڅې ګړندۍ شوي


په فراه ولایت کې یوې ماشومې ته د پولیو ضد واکسین ورکول کیږي
په فراه ولایت کې یوې ماشومې ته د پولیو ضد واکسین ورکول کیږي

د فراه ولایت روغتیایي چارواکي وایي چې د پولیو ضد واکسین څخه د ډډه کوونکو کورنیو د قناعت ورکولو هڅې یې ګړندۍ کړي.

د روغتیایي چارواکو په وینا، د یو شمېر کورنیو تر منځ د پولیو ضد واکسین څخه ډډه کول، یوه لویه ننګونه ده او د دغو کورنیو قناعت ورکولو لپاره هڅې زیاتې شوي.

د فراه د عامي روغتیا ریاست د کتلوي معافیت آمر، ډاکټر نجم الدین بشیري‌، امریکا غږ ته وویل: ”د فراه په بیلابیلو سیمو لکه ګلستان او بکوا ولسوالیو کې کابو ۱۲۵۰ کورنیو خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین له تطبیق څخه ډډه کوله، چې موږ ورته قناعت ورکړ.“

د نوموړي په وینا، د عامې روغتیا ریاست، یونیسف ادارې او د روغتیا د نړیوال سازمان د کارکوونکو او د کلیو د ملکانو او ملا امامانو په ګډون جوړه شوې کمیټه پدې وتوانیده چې د عامه پوهاوي له لارې دغو کورنیو ته قناعت ورکړي چې خپل ماشومان واکسین کړي.

ښاغلي بشیري زیاته کړه: ”همدارنګه د فراه په مرکز کې د نو آباد په نامه یوه کلي کې تقریباً ۱۵۰ کورنیو خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین له ورکولو ډډه کوله، چې موږ د کلي د ملا امام په همکاري هغوی ته قناعت ورکړ، تر څو خپل ماشومان واکسین کړي.“

د نوموړي په وینا، ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین د نه ورکولو تر ټولو مهم لامل دا ؤ چې دغو کورنیو د پولیو ناروغۍ د ناوړه پایلو او د پولیو ضد واکسین د ګټو په اړه اړین معلومات نه درلودل.

په ورته مهال، د فراه ولایت روغتیا پالان وایي چې د پولیو ضد واکسین څخه د ډډه کوونکو کورنیو د قناعت ورکولو لپاره د ټولنې د بیلابیلو قشرونو ګډو هڅو ته اړتیا ده.

په فراه ولایت کې د کوچنیانو د ناروغیو متخصص، ډاکټر توریالي واحدي، امریکا غږ ته وویل: ”پولیو ناروغۍ درملنه نلري او د هر ماشوم په وړاندې ګواښ بلل کیږي. ټولې کورنۍ باید خپل له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړي.“

د نوموړي په وینا، ډاکټران، دیني عالمان او قومي مشران باید په هر ترتیب چې کیږي له واکسین څخه ډډه کوونکو کورنیو ته قناعت ورکړي، چې خپل ماشومان په کمپاینونو او کلینیکونو کې واکسین کړي، تر څو له تل پاتې معلولیت څخه خوندي پاتې شي.

XS
SM
MD
LG