د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې بزګرانو ته یو میلیون نوي نیالګي ویشل کیږي


هلمند د افغانستان په جنوب کې پرون یو تر ټولو لویو ولایتونو څخه دی چې ګڼ اوسېدونکي یې په کرکېلې بوخت دي.
هلمند د افغانستان په جنوب کې پرون یو تر ټولو لویو ولایتونو څخه دی چې ګڼ اوسېدونکي یې په کرکېلې بوخت دي.

د افغانستان د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت وايي چې په راتلونکي هجري لمریز کال کې به دغه ولایت کې بزګرانو ته څه باندې یو میلیون مېوه لرونکي او بې مېوې نوي نیالګي وویشل شي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن سه شنبه جنوري ۵ (مرغومی۱۶) امریکا غږ ته وویل: "د بڼوالۍ پراختیا او د بزګرانو ملاتړ د دغه اقدام دوه لوی علتونه دي."

د ښاغلي رستمي په وینا اوس مهال د هلمند په قوریو کې د دغو نیالګیو پر ودې کار روان دی او راروان پسرلي کې به وېش ته چمتو شي.

د هلمدن قوریو کې د زیتونو ۲۰۰ زره قلمې، د انګورو او انارو هر یو ۲۰۰ زره، د انځرو ۵۰ زره او د ګلابو ۲۰۰ زره قلمې شاملې دي.

هلمند د افغانستان په جنوب کې پرون یو تر ټولو لویو ولایتونو څخه دی چې ګڼ اوسېدونکي یې په کرکېلې بوخت دي.

غنم، مالوچ، جوار او یو شمېر مېورې د دغه ولایت عمده تولیدات دي.

XS
SM
MD
LG