د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیا کې سږ کال ۹۰۰ ټنه شات تولید شوي


د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي چې په روان کال کې په پکتیا ولایت کې ۹۰۰ ټنه شات تولید شوي دي.

د دغه وزارت چاوراکي وايي چې په پکتیا کې اوس د شاتو مچۍ یو ۴۵۰ فارمونه (نیږدې ۱۰۰ زره صندوقه) فعالیت کوي.

د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي نن جمعه ډسمبر ۱۸ (لیندۍ۲۸) امریکا غږ ته وویل:"فارم لرونکو ته د افتونو او ناروغیو پر ضد درمل ویشل شوي او هغوی ته په دې اړه عامه پوهاوی هم ورکول شوی دی."

رسمتي زیاته کړه چې په پکتیا کې د شاتو د تولید دغه کچه تېرو کلونو ته په پرتله په بیساري ډول زیاتوالی ښيي.

د کرنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ په پکتیا کې د شاتو بیلابیل ډولونه لکه شونشوبي، لاچي، سپېرکۍ، او سنځله تولیدیږي.

شات مهم دارويي او خوارکي ارزشت لري چې افغانستان کې کیفیت د سیمې هېوادونو د شاتو کیفیت په پرتله لوړ ښودل شوی دی.

XS
SM
MD
LG