د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: په پوهنتونونو کې به ژر نوی تعلیمي نصاب پیل شي


د لوړو زده کړو وزارت (ارشیف)
د لوړو زده کړو وزارت (ارشیف)

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم په پوهنتونونو کې د نوي نصاب د تطبیق خبر ورکړی او ویلي دي، چې د پخواني نصاب د بیا کتنې بهیر پای ته نژدې شوی دی.

ندامحمد ندیم د سه شنبې په ورځ مۍ نهم (ثور۱۹) د پروان ولایت مرکز چاریکارو کې یوې خبرې ناسته کې وویل، چې تراوسه د پوهنتونونو د تعلیمي نصاب ته د بیا کتنې بهیر تر ۷۰ فیصدو پورې بشپړ شوی او په خبره یې ژر به په ټولو پوهنتونونو کې تطبیق شي.

ندامحمد ندیم تیرکال د جدي په میاشت کې ملي تلویزیون سره په مرکه کې د پوهنتونونو تعلیمي نصاب ته د بیا کتنې د اړتیا په اړه ویلي و، چې د افغانستان د لوړو زده کړو په تعلیمي نصاب او نظام کې " منکرات" شته دی، خو هغه د خپلې دغې ادعا د ثبوت لپاره نور څه ونه ویل.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو پخواني وزیر عبدالباقي حقاني هم ویلي و، چې د پوهنتونونو تعلیمي نصاب معیاري نه دی او بیا کتنې ته اړتیا لري. هغه ویلي و، چې د تیر رژیم پر مهال ترتیب شوی تعلیمي نصاب د افغانانو پر خپلو پښو د دریدلو او پرځان د اتکا لپاره هغوی سره مرسته نه کوي.

ددې دمخه د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت په پوهنتونونو کې د اسلامي مضامینو په تدریس باندې تمرکز کړی و او په پوهنتونونو کې یې د اسلامي ثقافت درسي ساعتونه له یو ساعت څخه دریو ساعتونو ته زیات کړي و.

طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت د تیر ۲۰۲۲ میلادي کال په وروستۍ اونۍ کې د یو مکتوب له لارې په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د نجونو او ښځو زده کړې د امرثاني پورې وځنډولې.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ملي تلویزیون سره په مرکه کې په پوهتونونو کې د نجونو او ښځو د زده کړو د بندیدو یو دلیل "بې حجابي" وښودله.

ندامحمد ندیم" بې حجابي، د شرعي محرم پرته سفر،منکرات، د نجونو د لیلیو فعالیت او د نجونو او هلکانو ګډ ټولګي" په پوهنتونونو کې د نجونو او ښځو د زده کړو د ځنډ د علتونو په توګه یاد کړل.

یوه مدني فعاله حمیرا فرهنګیار په دې نظر ده، چې د پوهتونونو تعلیمي نصاب ته باید د اکاډمیکو شخصیتونو له خوا بیا کتنه وشي ترڅو هغوی د وخت او اړتیاو مطابق په نصاب کې اړین بدلون رامنځ ته کړي.

میرمن فرهنګیار وویل: "هیله لرم په نصاب کې، چې کوم بدلون رامنځ ته شوی، بورډ به وجود ولري، چې د محصلینو پر وړاندې ځوابوونکی اوسي. خدای دې وکړي، دا بدلونونه چې رامنځ ته کیږي د ځوانانو راتلوونکي ته زیان ونه رسوي".

خو د ښځو د حقونو یو فعاله لیلا بسیم په دې باورده، چې د طالبانو حکومت ددغسې مسلو په مطرح کولو سره غواړي عامه ذهنونه مصروف وساتي.

میرمن بسیم وویل: " په یو ډول یوه لوبه ده، چې مونږ لګیا یو د نصاب په سر کار کوو، په یوه نوې طرح باندې لګیا یو کار کوو، په داسې حال کې، چې که چیرې په رښتیا دوی(طالبان) په نصاب باندې کار وکړي او واقعآ وغواړي، چې د ښوونځیو او پوهتونونو دروازې پرانیستل شي په دې تیرو دوو کلنو کې حتمي یوه طرح برابریدله او دروازې پرانیستل کیدلې".

میرمن بسیم وویل، چې طالبان ښځې د یو ټولنیز موجود په توګه، چې په ټولنه کې د سړو سره یوځای کار وکړي او زده کړې وکړي نشي لیدلی.

افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی، چې په کې د نجونو او ښځو په زده کړو او کار باندې بندیز لګیدلی دی. طالبانو حکومت د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د پرانیستلو لپاره تراوسه د نړیوالې ټولنې پرله پسې غوښتونو ته ځواب نه دی ورکړی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي پاکستان ته د تیرې اونۍ د سفر پرمهال اسلام اباد کې یوې غونډې ته وویل، چې طالبانو هیڅکله نه دي ویلي، چې د نجونو او ښځو تعلیم حرام دی. هغه وویل، چې د نجونو او ښځو پر زده کړو باندې بندیز دایمي نه دی.

XS
SM
MD
LG