د لاس رسي وړ اتصالات

ګوتیریش یو ځل بیا پر افغان میرمنو د لګیدلو محدودیتونو د لغوه کیدو غوښتنه کړې


د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش (ارشیف)
د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش (ارشیف)

د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش په دوحه کې د افغانستان د وضعیت په اړه د جوړیدونکي غونډې یو ورځ وړاندې یو ځل بیا په دغه هیواد کې د ښځو پر کار د لګیدلو محدودیتونو په لغوه کیدو ټینګار کړی دی.

د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش د شنبې د ورځې ناوخته اپریل ۲۹ (ثور نهم) د خپل ټویټر په پاڼه د مرستو رسونې په چارو کې د ښځینه کارکوونکو ونډه خورا زیاته مهمه بللې او په افغانستان کې یې د طالبانو له خوا پر ښځو د لګیدلو محدودیتونو د لغوه کیدو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي ګوتیریش لیکلي:" د ټولو هغو اقداماتو لغوه کیدل، چې د ښځو د کار حق محدودوي په افغانستان کې میلیونونو کسانو ته چې بشري مرستو ته اړتیا لري د مرستو په رسولو کې خورا زیات اهمیت لري. افغانستان په عاجل ډول اضطراري مرستو ته اړتیا لري. ددغو مرستو د رسولو په برخه کې د ډاډ ترلاسه کولو لپاره د ښځو ونډه ډیره زیاته مهمه ده".

د ملګروملتونو عمومي منشي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې په وروستیو اونیو کې د "طالبانو د رسمیت پیژندلو" په اړه د ښاغلي ګوتیریش د مرستیالې میرمن امینه محمد وروستیو څرګندونو ته د بشري حقونو د نړیوالو ادارو ترڅنګ په نړیواله کچه غبرګونونه ښودل شوي او د هغې څرګندونې یې غندلي دي.

د ښاغلي ګوتیریش دغو تازه څرګندونو ته د بشري حقونو د نړیوال سازمان " هیوم رایټ واچ" د ښځو د څانګې مشرې میرمن هیدربار غبرګون ښودلی او په دې یې خوښي ښودلې، چې د ملګروملتونو عمومي منشي د افغان میرمنو د حقونو په ملاتړ غږ اوچت کړی دی، خو د ښاغلی ګوتیریش له په جدي ډول ددې مسلې په مطرح کیدو یې شک ښودلی دی .

میرمن هیدر بار ویلي:" په دې خوشاله یم، چې انتونیو ګوتریش د افغان میرمنو د حقونو په اړه ټویټ کړی دی، خو دا مشکله ده، چې د هغه څرګندونې جدي وګڼل شي، کله چې په دوو ورځو کې انتونیو ګوتریش د یو هیواد د راتلوونکي په اړه ، چې په کې پر ښځو باندې بشپړ بندیز لګیدلی د یوې غونډې کوربتوب کوي ".

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش د دوشنبې او سه شنبې په ورځو د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره د یوې غونډې کوربتوب وکړي.

ددې دمخه د بشري حقونو نړیوال سازمانونو او د افغان میرمنو د حقونو افغان فعالانو د دوحې په غونډه کې د ښځو په کم رنګه حضور باندې انتقادونه کړي و او په دې نړیواله غونډه کې یې د افغان میرمنو د ګډون غوښتنه کړې وه.

د ملګروملتونو عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، چې د دوحې په غونډه کې د طالبانو د رسمیت پیژندلو په مسله خبرې نه کیږي، بلکې ښاغلي دوجاریک په وینا د افغانستان د وضعیت لپاره د حل د لارې د لټولو په برخه کې د نړیوال تعامل د پیاوړي کیدو په سر خبرې کیږي.

ښاغلي دوجاریک جمعه اپریل ۲۸ (غوایي ۸) وویل چې غونډه د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د میرمنو د حقونو، ټولشمول حکومت، د ترهګرۍ سره د مبارزې او مخدره موادو د قاچاقو سره د مبارزې په هکله د پیغامونو یووالی او شریکوالی دی.

ملګرو ملتونو ویاند همدرانګه وویل چې عمومي منشي د دوحې په غونډې کې طالبانو ته د ګډون بلنه نده ورکړې

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د طالبانو په رسمیت پيزندل د ملګروملتونو مسولیت ګڼي او د ملګروملتونو څخه د رسمیت پیژندلو د بهیر د بشپړیدو غوښتنه کوي. ښاغلي مجاهد امریکا غږ ته ویلي، چې د طالبانود حکومت رسمیت پيزندل به د هیوادونو ترمنځ پرتو ستونزو ته د حل په لټولو کې مرسته وکړي.

طالبان د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د رسیدلو وروسته پر خلکو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د کار او تعلیم په ګډون په پرله پسې ډول محدودیتونه لګولي دي.

ددغو محدودیتو په لړ کې طالبانو حکومت په غیردولتي ادارو او د ملګروملتونو په دفترونو کې د افغان میرمنو په کار باندې بندیز لګولی دی.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ته ورسیدل خو تر اوسه د هغوي سرپرست حکومت هیڅ کوم هیواد یا ادارې په رسمیت ندی پیژندلی.

XS
SM
MD
LG