د یهودانو د ټولنې استازو د سه شنبې په ورځ جړلای ۲۶ (زمري ۴) د هنګري د صدراعظم ویکتور اوربان د وینا په اړه اندیښنه څرګنده کړې چې «د خلکو د مخلوط نسل» د رامنځته کیدو پر ضد یې خبرې کړي دي.
د هنګري سخت دریځه محافظه کار ۵۹ کلن صدراعظم ویکتور اوربان، په ګڼ مېشتې سیمې ترانسلوانسا کې، په یوې وینا کې د «غیر اروپایانو سره» د نسل شریکول او ګډېدل وغندل.
د هلوکاست نړیوالې کمیټې د ویکتور اوربان وینا «احمقانه او خطرناکه» ګڼلې او په اروپایي ټولنې باندې یې غږ کړی چې د «اروبان له توکمپالو څرګندونو څخه ځان لرې وساتي او نړۍ ته څرګنده کړي چې ښاغلی اوربان د اروپا په راتلونکې کې ځای نلري.»
ددې سازمان د رئیس مرستیال کریستوف هویبر په هغه اعلامیه ګې چې د فرانس خبري اژانس ته لیږلې ویلي دي چې د ښاغلي اوربان دغه وینا د هلوکاست څخه ژندي پاتې شویو خلکو ته «د هغوی د محرومیت او شکنجې تیاره دوران» ور په یادوي.
کریستوف هویبر په ځانګړې ډول د اتریش په صدراعظم غږ وکړ چې کله هم د پنجشنبې په ورځ ښاغلی اوربان وینا ته رسمي سفر کوي هغه ته خپل دریځ څرګند کړي.
د هنګري صدراعظم د شنبې په ورځ دا هم ویلي وو چې «مونږ نه غواړو چې نسل مو شریک شي.»
کارپوهان وایي، اروبان چې په مهاجرت ضد پالیسۍ باندې مشهور دی، دمخه یې هم دا ډول څرګندونې کړي دي خو پءته له دې چې د نژاد لپاره د هنګري ژبې اصطلاح وکاروي.
د هنګري د حکومت ویاند سلطان کواکس ویلي چې د اوربان وینا «غلطه تفسیر شوې».
د هنګري د یهودانو ټولنې هم د ویکتور اوربان وینا غندلې ده. د HVG خبري رسنۍ په وینا، د اوربان سلاکارې زیسوزا هیکیدس د صدراعظم ددغه «شرمونکي دریځ» په غبرګون کې خپله استعفا وړاندې کړې او د هغه وینا یې «یو خالص نازي متن» ګڼلی دی.
د اروپایي ټولنې د غړي هیواد رومانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د اوربان «مفکورې» د «منلو وړ» ندي.