په ۲۰۱۶ کال کې، هرشیل هپلر د ګوګل له لارې د لرغونو متنونو او کتیبو پلټنه کوله. په همدې وخت کې، هغه داسې یو عکس ولید چې ډېر اشنا و او د یوې مهمې تاریخي موندنې لامل وګرځېد.
په واشنګټن ډي سي کې د انجیل موزیم د عبراني نسخو د ساتنې څانګې مرستیاله، هرشیل هپلر وایي: "ما سمدلاسه دغه عکس وپېژنده او ومې ویل چې دا خطي نسخه زموږ د خپلې ټولګې څخه ده."
د انجیل موزیم، چې تازه یې د یهودیانو د دعاګانو یوه نادره خطي نسخه پیرلې وه، په دې باور و چې دا نسخه د یهودي لرغونو کتیبو له مشهورې ټولګې یوه برخه ده. دغه ټولګه په نولسمه پېړۍ په قاهرې کې په یوه یهودي عبادت ګاه کې موندل شوې وه.
خو د 'تبیلت' انټرنټي مجلې په یوه تور او سپین عکس کې بل ډول شرحه وړاندې کړې وه. د دغه عکس په شرحه کې ویل شوي و، دغه عبري نسخه چې ۱۶مې او ۱۷مې پېړۍ پورې تړاو لري، امکان لري د افغانستان د بامیانو له سیمې څخه ترلاسه شوې وې.
د حیرانتیا پیل
د موضوع متضاد اړخونه هپلر داسې څېړنو ته وهڅوله چې پایله یې حیرانوونکې شوه. وروسته له هغه چې هپلر د یادې مقالې لیکوال، انګلیسي تاریخ لیکونکی او لرغون پېژندونګی جاناتان لي پیدا کړ، معلومه شوه چې دا هغه نسخه ده چې جاناتان په ۱۹۹۸ کال کې په بامیانو کې د یو افغان پوځي قوماندان سره لیدلې و او د کتاب له پوښ او دوو پاڼو څخه یې عکسونه اخیستي وو.
هپلر وویل:"که د جاناتان اسنادو موجودیت نه وای، موږ به لا هم داسې فکر کاوه چې دا نسخه ښايي په نولسمې پېړۍ کې په قاهرې کې د موندل شویو یهودي لرغونو کتیبو له ټولګې څخه وي. "
دا موندنه یوازې هپلر حیران نه کړ، بلکې جاناتان لی یې هم هیښ کړ. هغه کله چې پوه شو چې ازموینې ښيي دغه نسخه ښایي د نهمې پېړۍ یا له هغې مخکې پورې پیړیو پورې اړه ولري، نو په یو ایمیل کې یې ولیکل: "هماغه شېبه مې پوه شوم چې موضوع ډېره مهمه ده. "
ګډې څېړنې او مهم پایلې
جاناتان لي او هپلر د یوبل په همکارۍ او د نورو متخصصینو په مرسته څیړنې پیل کړې. د څیړنو پایلې وښودله چې دغه نسخه د عبري ژبې تر ټولو لرغونی کتاب دی او همدارنګه په افغانستان او د وریښمو په لرغوني لارې کې د یهودیانو د تاریخي حضور لپاره مهم سند ګڼل کیږي.
په ورته وخت کې، د دې سترې موندنې خوښي له اندېښنې سره مل وه، ځکه داسې اټکل کیږي چې دغه نسخه له جګړې ځپلې افغانستان څخه په قاچاقي ډول بهر ته ایستل شوې وي.
تر دې وړاندې، د انجیل موزیم چې د "هابي لابي ستر پلورنځي" بنسټ ایښودونکی، د ګرین کورنۍ لخوا تاسیس شوی، له عراق او مصر څخه د قاچاق شویو لرغونو اثارو اخیستلو له امله له ستونزو سره مخ شوی و.
ددې لپاره چې دغه کتاب په عامه نندارتونونو کې نندارې ته وړاندې شي، باید د هغې ملکیت په قانوني توګه تثبیت شي. په دې اړه په نیویارک کې د افغان یهودي کوچني ټولنې او د افغان چارواکو ترمنځ چې حکومت یې په هغه وخت کې له بې ثباتۍ او مهمو پړاو څخه تېرېده، خبرې اترې وشوې.
د جاناتان لي موندنې
جاناتان لي له تېرو پنځو لسیزو راهیسې په افغانستان کې د تاریخ او لرغون پېژندنې په برخه کې څېړنې کړي دي. د ۱۹۹۸ کال په اپریل میاشتې کې هغه د یوې جاپاني فلم جوړونکي ډلې سره په بامیان کې د باختري ژبې کتیبه او د یوې لرغوني معبد څخه د لوټ شویو سرو زرو سکو د موندلو په لټه کې و.
په هغه وخت کې په بامیانو کې د بودا مجسمې ویجاړۍ شوې نه وې او د دغه سیمه د طالبان ضد وسله والو ډلو په واک کې و، په داسې حال کې چې طالبان د افغانستان نورې برخې اداره کولې.
د طالبانو ضد د یوې ډلې مشر، کریم خلیلی د لرغونو اثارو یوه ټولګه لرله چې په کې هماغه د سرو زرو سکې شاملې وې چې جاناتان لي ورته اشاره کړې وه.
کله چې جاناتان د دغو اثارو عکس اخیست، د خلیلي سلاکارانو ورته څو نور لرغوني آثار هم وښودل، چې پکې د عبري دعاو یو کتاب هم شامل و. دغه کتاب وروسته د Afghan Liturgical Quire (ALQ) یا "د افغان سیدور " په نوم وپېژندل شو.
ظاهراً دغه کتاب په بامیانو کې د یو ځايي کس له خوا د یوې نړیدلې غار تر چت لاندې موندل شوی و او بیا وروسته خلیلي ته سپارل شوی و. له هغه ځایه چې خلیلي په عبري ژبه نه پوهیده، نو هغه دغه کتاب بهرنیو لیدونکو ته وښوده چې هغوي یې هویت معلوم کړي.
جاناتان لي هم په لومړي سر کې داسې فکر کاوه چې دغه کتاب به ډېر لرغوني نه وي.
دا چې دغه کتاب څنګه او څه وخت له افغانستان څخه بهر ته قاچاق شوې، لا هم دقیق معلومات نشته. په ۹۰یمه لسیزه کې، د افغانستان کلتوري میراث ډېر سخت زیانمن شو؛ وسله والو ډلو د قاچاق کوونکو په مرسته له تاریخي ځایونو او حتا موزیمونو څخه لرغوني اثار لوټ کړل او په نړیوالو بازارونو کې یې وپلورل. ځینې دغه آثار شخصي ټولګو ته او حتا د معتبره مؤسسو ټولګو ته ورسول شول.
د افغانستان یو مخکښ څېړونکی په دې باور دی، چې ښايي دغه عبري کتیبه د طالبانو لخوا د بامیانو د نیولو وروسته، په ۱۹۹۸ کال وروستیو کې له هېواد څخه بهر ته قاچاق شوې وي.
له بلې خوا، د انجیل موزیم په خپلو څېړنو کې وموندله چې د خلیلي یو اړوند کس د ۱۹۹۸ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ، څو ځله هڅه کړې وه چې دغه نسخه په امریکا او اروپا کې وپلوري. د څیړنو پر بنسټ، نوموړي د ۲۰۰۱ کال د مني په موسم کې دغه نسخه په لندن کې یو کلیکسونر ته وسپارله.
نوموړي کلیکسونر نږدې یوه لسیزه دغه نسخه له ځانه سره وساتله او بیا په ۲۰۱۳ کال کې د هابيلابي شرکت باندې وپلورله. کریم خلیلي، چې وروسته د جمهور رئیس مرستیال شو، په دې اړه له "امریکاغږ" سره د مرکې کولو څخه ډډه وکړه.
د تبلیټ مجلې راپور
کله چې جاناتان لي په ۱۹۹۸ کال کې دغه نسخه ولیدله، نو ډېره پاملرنه یې ورته ونه کړه. خو وروسته د " افغان ګنیزې " په نامه د لرغونو اسنادو د ټولګې په لیدو سره یې پریکړه وکړه چې خپل عکسونه د افغانستان د یهودیانو په تاریخ باندې د یوې مقالې سره یوځای خپاره کړي.
هغه د بامیانو کتاب د "افغانستان د یهودیانو د پراخه موندنو" یوه بیلګه وګڼله او ولیکل چې د هغې ساتنې ځای نور معلوم نه دی.
خو څلور کاله وروسته، هپلر د لینکډین له لارې له جاناتان لي سره اړیکه ونیوله او له خبرو اترو وروسته معلومه شوه چې دغه کتاب د یهودي او مسیحي دعاګانو او شعرونو ټولګه نه ده، بلکې د دعاو داسې یوه ټولګه ده چې په متنونو کې یې د یهودیانو د سهار لمونځونه، مقدس شعرونه او د فصحې هګادا د اختر دعاګانې شاملې دي.
په ۲۰۱۳ کال کې، کله چې د ګرین کورنۍ په پراخه کچه د لرغونو اثارو په اخیستلو بوخت وه، دوی دغه کتاب د یو اسرائیلي عتیقو توکو پلورونکي څخه په بیه واخیست. خو وروسته معلومه شوه، چې ځینې اخیستل شویو لرغوني اثار په غیرقانوني ډول له عراق او مصر څخه بهر ته قاچاق شوي وو.
د بامیانو د کتاب په اړه هم په پیل کې ادعا کېدله، چې دغه عبري نسخه په ۱۹۵۰ لسیزه کې له لندن څخه راغلې ده، ترڅو د افغانستان سره یې هر ډول اړیکه پټه وساتل شي. خو د جاناتان لي له مستنداتو وروسته، د انجیل موزیم وتوانېده چې د دې نسخه د موندنې اصلي ځای په نښه کړي.
همدارنګه د انجیل موزیم په لومړی سر کې داسې فکر کاوه چې دغه کتاب په نهمې پېړۍ پورې اړه لري، خو په ۲۰۱۹ کال تر دویمه ازموینې وروسته، دا جوته شوه چې د دې کتاب لرغونتوب اتمې پېړۍ پورې رسېږي؛ یعنې دا د نورو پېژندل شویو عبري کتابونو په پرتله دوه پېړۍ زوړ کتاب دی.
دا خبر د عبري ژبې کارپوهان حیران کړل. پداسې حال کې چې د عبري څېړونکو لپاره دغه صحافي شوې نسخه په عبري ژبه یو تر ټولو زوړ سند ګڼل کېږي، بلخوا افغان کارپوهانو یې د سیمې په تاریخي اړیکو کې له منځني ختیځ، منځنۍ آسیا او هند سره د مهم ارتباط په توګه یادوي.
له بلې خوا، د دې نسخې قاچاق او د یونسکو د ۱۹۷۰ کال د کنوانسیون له مخې، د کلتوري آثارو د صادراتو باندې بندیز، په انجیل موزیم کې ددې کتاب د مالکیت په اړه قانوني پوښتنې راپورته کړې دي.
د حقوقي لارو چارو تعقیب
په واشنګتن ډي سي کې د انجیل موزیم هڅه وکړه چې د "کلتوري میراث په برخه کې د بشري حقوقو پر بنسټ" ددغه کتاب په اړه خپل مالکیت ثابت کړي. د موزیم استدلال دا و چې د افغانستان خلک او په نیویارک افغان یهودیان حق لري چې دغه میراث ته لاسرسی ولري.
هپلر وویل. "ددې پروژې یو له مهمو اهدافو څخه دا دي، چې ټول یهودي ټولنې او د افغانستان خلک په مساوي توګه د دې میراث څخه برخمن شي."
په همدې موخه، یاد موزیم نه یوازې له پخوانیو افغان چارواکو او په نیویارک کې افغان یهودانو د کوچنۍ ټولنې سره خبرې وکړې ، بلکې په ۲۰۲۱ کال کې په واشنګتن کې د افغانستان سفارت سره یې هم یو تفاهم لیک لاسلیک کړ، ترڅو دغه نسخه د امانت په توګه په موزیم کې وساتل شي.
په واشنګټن کې هغه وخت د افغانستان سفیرې رویا رحماني پدې اړه له مرکې څخه ډډه وکړه، خو د افغانستان یو بل پخواني سفیر د نوم د نه ښودلو په شرط ددې پروژې په ملاتړ یو لیک ولیکي.
بلخوا په نیویارک کې د افغان یهودياو کوچنۍ ټولنې مشر، جک ابراهام په موزیم کې ددې کتاب د ساتلو ملاتړ وکړ او څرګنده یې کړه: وویل: "هپلر ته مې وویل؛ هغه څه چې ستاسو په لاس کې دي زموږ میراث دی. دا ښايي زمونږ په نیکونو پوړې اړه ولري."
خو ځینې افغانان دا کتاب د افغانستان د ملي میراث برخه ګڼي او باور لري چې باید افغانستان ته بیرته ورکړل شي. د افغان حکومت یوه پخواني چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، وویل: "دا کتاب په افغانستان پورې اړه لري او باید افغانستان ته بیرته وسپارل شي."
د افغانستان په چارو کې امریکايي څېړونکی او د دې پروژې سلاکار، بارنت روبین وایي، چې له حقوقي پلوه، دواړه افغانان او افغان یهودیان د ادعا حق لري. د هغه په وینا، موزیم هڅه کوله چې د دغو دواړو ډلو څخه لږ تر لږه د یو لور رضايت ترلاسه کړي.
وروسته له دې چې له موزیم سره په امانت ډول ددې کتاب د ساتلو تفاهم لیک لاسلیک شو، د انجیل موزیم تېر سپتمبر د ادیانو ترمنځ د همکارۍ تر سرلیک لاندې یو نندارتون جوړ کړ. همدارنګه یو بل نندارتون به هم روانه میاشت په نیویارک کې پرانیستل شي.
هپلر وویل: "د تخنیکي اړخه موزیم د دې خطي نسخه څښتن او مالک دی، خو افغانستان او د افغان یهودیانو ټولنه ددې امانت په څارنه کې مهمه ونډه لري."
سربېره پر دې، د انجیل موزیم په پام کې لري، چې ددغه کتاب یو لوړ کیفیت لرونکی چاپي نسخه د افغان یهودانو ټولنې ته او درې نورې نسخې د افغانستان نورو لویو کلتوري بنسټونو ته ډالۍ کړي.
د راپور لیکونکی: مسعود فریور
ژباړه: سید نجیب هاشمي
فورم \ دبحث خونه