د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا پوځ افغانستان کې نهو میاشتو کې ۸۰۰۰ بمي او راکټي بریدونه کړي- راپور


د بشري حقونو د څار ډله وايي افغانستان کې هېڅ جنګي ډلې د جګړې قانون نه دی مراعت کړی
د بشري حقونو د څار ډله وايي افغانستان کې هېڅ جنګي ډلې د جګړې قانون نه دی مراعت کړی

د بشري حقونو د څار ډله وايي چې امریکایي ځواکونو د ۲۰۱۹ کال په لمړیو نهو میاشتو کې په افغانستان کې شاوخوا ۸۰۰۰ بمونه او راکټونه غورځولي او توغولي دي.

د بشري حقونو د څار ډلې په راپور کې راغلي دي چې د دغو بمونو او راکټونو له کبله څه باندې ۸۰۰ ولسي افغانان وژل شوي چې ۲۵۰ یې ماشومان دي.

په اسیا کې د بشري حقونو د څار ډلې مشرې پتریشیا ګاسمن ویلي دي چې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډون په افغانستان کې د جګړې ټولو دخیلو غاړو د جګړې قانون له پامه غوځولی دی چې له کبله یې ولس ته ډېر زیان رسېدلی دی.

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت یو ویاند د امریکا غږ د استول شوي ایمیل په ځواب کې لیکلي دي چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي تر ټولو غوره لار، د تاوتریخوالي کمول دي.

هغه لیکلي دي: " د افغانستان د خلکو د غوښتنې مطابق د تاوتریخوالي کمولو ته ژمن یو؛ د جکړې ټول اړخونه باید دا کار وکړي... تر خپلې وسې پورې هڅه کوو د انسانانو د تلفاتو او ملکي زیربناو ته له زیان رسولو ډډه وشي."

د افغانستان د دفاع وزارت د دغه راپور په غبرګون کې ویلي دي چې د ولسي افغانانو د سر او ځان ساتل د افغان ځواکونو لمړیتوب دی. د وزارت ویاند فواد امان امریکا غږ ته وویل چې طالبان د ملکي تلفاتو اصلي لامل دي.

ښاغلي امان وویل: " طالبان د خلکو په لارو کې ماینونه ښخوي چې د ملي تلفات اړوي، همدغه راز طالبانو په ښارونو کې د خلکو په منځ کې ځانمرګي بریدونه او چاودنې کوي."

د بشري حقونو د څار ډلې په راپور کې دا هم راغلي دي چې د جمهوري ریاست تر انتخاباتو مخکې طالبانو په خپلو بریدونو کې ډېر خلک وژلي او ژوبل کړي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې طالبانو په ۲۰۱۹ کې په خپلو بریدونو او چاودنو کې ۲۲۱۹ ولسي افغانان وژلي او ۵۱۷۲ نور یې ژوبل کړي دي.

تر دې مخکې یوناما هم راپور ورکړی چې په نهو میاشتو کې په افغانستان کې په روان تاوتریخوالي کې ۲۵۳۶ ولسي افغانان وژل شوي او ۵۶۷۶ نور کسان ژوبل شوي دي.

یوناما د دغو تلفاتو اته فیصده مسولیت په افغانستان کې په مېشتو بهرنیو ځواکونو اچولی دی.

د بشري حقونو د څار ډلې په کلني راپور کې دا خبره هم شوې ده چې د امریکا د متحدو ایالتونو د مرکزي استخباراتي ادارې، سي آی اې، په افغانستان کې د هغو وسله والو ډلو ننګه هم کړې ده چې "په ناقانونه توګه د خلکو په اعدامولو او ورک کولو" تورنې دي.

دغه سازمان تېرکال هم دا ډول ډلې په افغانستان کې د بشري حقونو څخه په سرغړونې تورنې کړې وې.

د بشري حقونو د څار ډلې په راپور کې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د بشري حقونو وضعیت اروزل شوی دی او همدغه راز یې افغانستان د هغو هېوادونو د لست په سر کې راوستی چې ډېر خلک یې کور دننه بيځای شوي او یا نورو هېوادونو ته کډوال او مهاجر شوي دي.

XS
SM
MD
LG