د لاس رسي وړ اتصالات

په تېرو دریو میاشتو کې ۱۱۷۴ ملکي افغانان وژل شوي- یوناما


یوناما وايي د جولاۍ میاشت دافغانستان لپاره تر ټولو خونړۍ وه، ۴۲۵ کسان په کې وژل شوي
یوناما وايي د جولاۍ میاشت دافغانستان لپاره تر ټولو خونړۍ وه، ۴۲۵ کسان په کې وژل شوي

ملګري ملتونه وايي چې په روانې جګړې کې په افغانستان کې د روان کال په نهو میاشتو کې ۲۵۶۳ ملکیان وژل شوي دي.

په دغه تاوتریخوالي کې ۵۵۷۶ کسان نور ژوبل شوي هم دي. یوناما وايي دا ۲۰۱۴ کال راپدیخوا تر ټولو ډېر ملکي تلفات دي چې په نهو میاشتو کې اوښتي دي.

یوناما په خپل تازه راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ (اکتوبر۱۷) خپور شو ویلي دي تېرې درې میاشتې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو له پلوه تر ټولو خونړۍ وې. وايي د جولاۍ او سپتمبر په میاشتو کې ۱۱۷۴ ملکي افغانان وژل شوي او ۳۱۳۹ نور زخمیان دي چې په اوسط ډول هره ورځ ۱۳ تنه کیږي.

ملګري ملتونه وايي له کومې ورځې چې دوی په افغانستان کې د ملکي تلفاتو سیستماتیک ثبتول او ټولول پیل کړي، د جولاۍ میاشت تر ټولو خونړۍ وه. په دغې میاشتې کې ۴۲۵ ولسي افغانان وژل شوي او ۱۵۸۹ نور ژوبل شوي دي.

د ملکي تلفاتو ډېره برخه د وسله والو طالبانو د بریدونو له کبله بلل شوي. راپور کې حکومتي ځواکونه او "حکومت پلوه" عناصر هم ګرم بلل شوي.

د یوناما په راپور کې راغلي دي: "د جنورۍ له ۱ د سپټامبر تر ۳۰ مې نیټې پورې حکومت مخالفي عناصر د ۵۱۱۷ ملکیانو د مرګ ژوبلې لامل شوي، ( ۱۲۰۷ تنه مړه او ۳۹۱۰ ټپیان) چې دا شمیره په یاده شوې موده کې د ټولو تلفاتو ۶۲ په سلو کې مرګ ژوبله ښیي. د حکومت پلوو ځواکونو لخوا ۲۳۴۸ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې،(۱۱۴۹ مړه او ۱۱۹۹ ټپیان) چې د ۲۰۱۸ کال ورته مودې پرتله ۲۶ په سلو کې زیاتوالی ښیي."

په دغه راپور کې یادونه شوې ده چې د ټولو ملکي تلفاتو ۴۱سلنه ښځې او ماشومان دي. وايي ۲۶۱ ښځې او ۶۳۱ ماشومان وژل شوي او ۶۶۲ ښځې او ۱۸۳۰ ماشومان ژوبل شوي دي.

د یوناما په راپور کې راغلي: "نهو میاشتو په موده کې ترټولو ډیره ملکي مرګ ژوبله د ځانمرګو بریدونو او تعبیه شوو چاودیدونکو توکو له کبله رامنځ ته شوې چې د ټولو تلفاتو ۴۲ په سلو کې جوړي.ځمکنۍ جګړې د ملکي تلفاتو دویم لوی عامل دی، چې ۲۹ په سلو کې مرګ ژوبله یې رامنځ ته کړې او ورپسې هوایي بریدونه دي (۱۱ سلنه مرګ ژوبله)، چې په دغه موده کې یې د ملکي تلفاتو لویه برخه رامنځ ته کړیده."

یوناما دا ملکي تلفات غندلي او د جګړې په ټولو غاړو یې غږ کړی چې د ملکي تلفاتو مخنیوي لپاره دې سمدستي اقدامات وکړي. دیوناما د بشري حقونو د برخې مشرې فیونافریزر ویلي: "ملګري ملتونه به د جګړې له ټولو غاړو سره ترهغه د عدالت غوښتنې کار ته دوام ورکړي، چې د ملکي وګړو مرګ ژوبله صفر ته ورسیږي."

ملګري ملتونه وايي د دوی په دغه راپور کې یوازې هغه ملکي تلفات ثبت او راجستر شوي چې لږ تر لږه دریو سرچینو تاید کړي دي.

یوناما داسې مهال په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د ډېرېدو خبره کوي چې د ولسمشرۍ ټاکنې تازه ختمې شوي او لا یې پایلې اعلان شوي نه دي. همداراز له طالبانو سره د سولې خبرې هم بندې شوي دي.

XS
SM
MD
LG