د لاس رسي وړ اتصالات

بشري حقونو سازمان: ملګري ملتونه دې د طالبانو د اقداماتو په اړه ثابت دریځ ولري


د یوناما دفتر
د یوناما دفتر

د بشري حقونو د څار سازمان له ملګرو ملتونو څخه غوښتي دي چې په افغانستان کې د ښځو په اړه د طالبانو د پرېکړو او اقداماتو په هکله دې ثابت او قایم دریځ خپل کړي.

طالبانو څو میاشتې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو په کار بندیز ولګوه.

د بشري حقونو د سازمان د اسیا د څانګې مشرې پټرشیا ګاسمن، د دوشنبې په ورځ مۍ۱۵(ثور۲۵) د "افغانستان بشري بحران او سخت انتخاب" ترعنوان لاندې په یوه مقاله کې لیکلي، چې د ملګروملتونو د ادارو وروستۍ بیانیې د دغې سازمان د ادارو ترمنځ د همغږۍ نه شتون په ډاګه کوي.

میرمن ګاسمن ویلي دي سره له دې چې طالبانو په ملګرو ملتونو کې د ښځو په کار بندیز لګولی دی، خو دغه سازمان خپلو ځینو نارینه وو ته اجازه ورکړې چې کار وکړي.

میرمن ګاسمن ویلي: "په سیمه ییزه کچه د نرمښت د اړتیا په منلو سره، دا ضروري ده، چې د خوړو د نړیوال پروګرام 'ډبلیو اف پي' او د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې ' یونیسف' په څیر د ملګرو ملتونو مهمې ادارې یو واحد دریځ ولري، چې د طالبانو اقدامات د بشري نړیوالو قوانینو او ملګرو ملتونو د منشور سره په ټکر کې دي."

د ملګروملتونو په ادارو کې د افغان میرمنو په کار د بندیز وروسته د خوړو نړیوال پروګرام ' ډبلیو اف پي' او د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې ' یونیسف' د مرستې رسونې په چارو کې د ښځو د ونډې په اړتیا باندې په ټینګار سره وویل، چې په افغانستان کې به خپل کار ته دوام ورکړي.

طالبان د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان بیا واک ته د رسیدلو وروسته په پرله پسې ډول په افغان میرمنو او نجونو باندې محدودیتونه لګولي دي. پر نحونو او ښځو باندې د شپږم ټولګي څخه پورته ښوونخيو او پوهنتونونو کې د زده کړو د بندیز ترڅنګ د طالبانو حکومت د تیرې اپریل په میاشت کې پر افغان میرمنو د ملګروملتونو په ادارو کې په کار هم بندیز ولګوه. طالبانو ددې وړاندې په غیر حکومتي ادارو کې هم د ښځو په کار بندیز لکولی و.

طالبان ادعا کوي، چې د ښځو حقونو ته درناوی لري اوپه ښوونځیو او پوهتونونو کې د نجونو او ښځو د زده کړو د بیرته پیلیدو لپاره کارکوي خو تراوسه طالبانو په دې برخه کې د کوم پرمختګ خبر نه دی ورکړی.

د بشري حقونو د څار د سازمان د اسیا د څانګې مشرې پټرشیا ګاسمن د دوحې د وروستي کنفرانس په اړه ویلي، چې د ملګروملتونو د عمومي منشي په نوښت ددغه کنفرانس ګډونوالو طالبانو سره ترهغې، چې بشري حقونو په برخه کې پرمختګ رامنځ ته نشي د رسمیت پیژندلو پرته دغې ډلې سره په تعامل باندې موافقه کړې ده.

خو د میرمن ګاسمن د وینا له مخې افغانستان کې د مدني ټولنې ځینو ډلو طالبانو سره هرډول تعامل رد کړی دی او ځینو نورو بیا په دغه هیواد کې د اقتصادي بحران د اغیزو د کمولو لپاره طالبانو سره تعامل ضروري ګڼلی و.

میرمن ګاسمن ویلي، چې په افغانستان کې نړیوالې رسنۍ تر اوسه ډیره د افغانستان وضعیت ته پاملرنه نه کوي په داسې حال کې، چې دا هیواد په نړۍ کې د ډیر سخت بشري بحران سره مخ دی.

میرمن ګاسمن ویلي:" روان بحران افغانستان کې پر ملګروملتونو باندې دوه حیاتي مسوولیتونه خو ظاهرآ یوبل سره ناسم تحمیل کړي دي؛ مرستو ته اړو خلکو ته د مرستو رسول او همدارنګه د بشري حقونو د سرغړونو پای ته رسولو لپاره پر طالبانو باندې د فشاردوام".

XS
SM
MD
LG