د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا له افغانستان سره د ۱۵۰ میلیون ډالرو مرستې اعلان وکړ


د امریکا د متحده ایالاتو نړیوالې پراختیايي ادارې (USAID) له افغان مېرمنو څخه د ملاتړ، د نجونو او هلکانو د زده کړو او د خوړو خوندیتوب په برخه کې له افغانستان سره د ۱۵۰ میلیون امریکايي ډالرو د مرستې اعلان وکړ.

د امریکا متحده ایالاتو نړیوالې پراختیايي ادارې تیره شپه اګست ۱۲ (زمري ۲۱) په درې بېلابېلو اعلامیو کې ویلي چې له یادې مرستې څخه ۳۰ میلیون ډالر په افغانستان کې د جنسیتي برابرۍ او ښځو د ځواکمنتیا لپاره ځانګړي شوي دي.

د اعلامیې له مخې یاده بودجه به د ملګرو ملتونو د جنیستي برابرۍ او ښځو د ځواکمنتیا ادارې (UN Women) لخوا ولګول شي.

د امریکا متحده ایالاتو نړیوالې پراختیايي ادارې ویلي چې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته د افغان ښځو او نجونو د اساسي حقوقو په وړاندې محدودیتونه زیات شوي دي او مېرمنې د طالبانو لخوا په کورنو کې کېنول شوي دي.

یادې ادارې ویلي چې د نجونو پر مخ تر شپږم پورته ټولګي بندي شوي او د روغتیايي سکتور پرته په مرکز او ولایتونو کې کار ته د ښځو لاس رسی محدود شوی دی او په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د امریکا متحده ایالاتو نړیوالې پراختیايي ادارې زیاته کړې چې په یادې مرستې سره به د افغان مېرنو او نجونو لپاره اړین خدمات فعال او ټولنیزو خدماتو ته به د افغان مېرمنو او ښځو لاس رسی زیات شي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د (USAID) یاده مرسته د دې ښکارندویي کوي چې د امریکا متحده ایالات د افغان مېرمنو او نجونو ملاتړ ته دوام ورکوي.

په بیان کې راغلي: "لکه څنګه چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي له زیاتوالي سره مخ دي، په دغه مالي مرسته سره به له تاوتریخوالي څخه د ژوندي پاتې مېرمنو او نجونو لپاره د وړیا او خوندي استوګنځای، حقوقي مرستو او روغتیايي پاملرنې چې هغه کې د ټولنیز او رواني ملاتړ مشورې او حرفوي زده کړې شاملې دي ولګول شي او هم به ښځو ته کاري مصروفیت زمینه برابره شي."

د متحده ایالاتو نړیوالې پراختیايي ادارې (USAID) د دې ترڅنګ په یوې بېلې اعلامیې کې ویلي چې په افغانستان کې د نجونو او هلکانو د زده کړو په برخه کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یا (يونیسف) سره د ۴۰ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د مرستې تړون لاسلیک کړ.

اعلامیه وايي چې د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې (USAID) د تازه مرستو له لارې به د (یونیسف) لخوا له سلګونو زره زیانمن شوو افغانانو سره نغدي مرسته وشي ترڅو په ښوونځیو کې د خپلو ماشومانو زده کړو ته دوام ورکړي.

پر همدې مهال د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یا (يونیسف) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راپدېخوا یې په افغانستان له ۱۳۵ زره کسانو سره نغدي مرستې کړي دي.

د امریکا متحده ایالات پر داسې مهال له افغانستان سره د نجونو او هلکانو د زده کړو په برخه کې نغدي مرسته کوي چې د دوی په وینا د ۲۰۲۱ کال تر اګست وروسته په دغه هیواد کې تر شپږم پورته د نجونو د لېسې او متوسطه ښوونځيو بندېدو سره، اوس مهال خوندي او باکیفیته زده کړو ته لاس رسی له واقعیت لرې خبره ده.

د امریکا متحده ایالاتو نړیوالې پراختیايي ادارې (USAID) پخپلې درېیمې اعلامیې کې په افغانستان کې د خوړو خوندیتوب او کرنیز سکتور څخه د ملاتړ په هدف له دغه هیواد سره د ۸۰ میلیون ډالرو نورې مرستې ژمنه کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي چې دغه مرسته به د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) لخوا په افغانستان کې د خوړو خوندیتوب، د کروندګرو د ملاتړ او هم د کورنیو د سرپرستو مېرمنو سره د ملاتړ په برخه کې ولګول شي.

د بیان له مخې پدې سره به په افغانستان کې د متوسطې کچې کرنیزو کارو بارونو ته هم ګټه ورسیږي.

د امریکا متحده ایالاتو نړیواله پراختیايي اداره پر داسې مهال له افغانستان سره د تازه مرستې خبر ورکوي چې د تیر یو کال راپدېخوا له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو کمېدو، د افغانستان د شتمنیو د کنګل کېدو او وچکالۍ له امله پدغه هیواد کې د اقتصادي کړکیچ په زیاتېدو اندېښنې ښودل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې راتلونکې دوشنبه پر افغانستان د طالبانو حکومت د حاکمیت یو کال پوره کیږي، خو تر دا مهاله د هغوی حکومت د هیڅ هیواد لخوا په رسمیت نه دی پيژندل شوی.

XS
SM
MD
LG