د لاس رسي وړ اتصالات

سره صلیب کمیټه: دافغانستان نیم نفوس خوړو او روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی نلري


افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې رئیس ایلوي فیلیون وايي، چې اوس مهال د افغانستان د نفوس نیمايي یې روغتیايي خدمتونو اوخوړو ته لاس رسی نلري.

ایلوي فیلیون د سه شنبې په ورځ ۲۹ اگست (وږي اووم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي، چې اوس مهال د افغانستان نیمايي څخه زیات نفوس بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري، چې ښاغلي فیلیون په وینا دا ددې معنی ورکوي، چې د هرو دوو افغانانو څخه یو یې روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی ونلري او یا هم د خوړلو لپاره خواړه ونلري.

ښاغلي فیلیون ویلي:" دا په دې معنی دی چې ګڼ شمیر ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي او هغو کسانو چې د بدن غړي یې له لاسه ورکړي او په زکام اخته د کورنۍ غړي یې په سوړ ژمي کې ټول مرستو ته اړتیا لري، خو د هغوی یو کم شمیر کسان به وکولی شي، چې مرستې ترلاسه کړي."

د سره صلیب نړیواله کمیټه په افغانستان کې د تیرو څلورو لسیزو راهیسې کارکوي. ددې کمیټې رئیس ویلي چې تر ټولو یو مهم پروګرام چې دغې کمیټې په تیرو دوو کلنو کې ورته ملاتړ برابر کړی د روغتونونو د انعطاف په نوم پروګرام دی.

د سره صلیب د نړیوالې کمیټې د رئیس د وینا له مخې ددغه پروګرام له لارې په ۳۳ روغتونونو کې د لس زره او ۹۰۰ ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو د معاشونو په برابرولو سره ۲۶ میلیونو خلکو ته روغتیايي مرستې برابریدلې.

هغه وویل، چې د دې پروګرام له لارې میلیونونو کسانو ته درمل او نور روغتیايي سامان الات او همداشان بریښنا مصرف، د امبولانس خدمتونونه، لابراتواري ازمایښتونه او ناروغانو ته خواړه برابریدل.

طالبانو حکومت ته د مسوولیت سپارل

افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې رئیس ویلي، چې د روغتونونو د انعطاف پروګرام د اضطراري بندیدو د یو اقدام په توګه په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د پاشلتیا د مخنیوي لپاره په دغه هیواد کې د ۲۰۲۱ اګست په میاشت کې د واک د بدلون وروسته په پام کې نیول شوی و.

هغه ویلي: " ټاکل شوې ده، چې د ۲۰۲۳ کال د اګست په ۳۱ د مسوولیت د سپارلو پلان ترسره شي او هغه مهال به افغان چارواکي د ټولو روغتونونو مالي مسولیت په غاړه واخلي. دا پلان په شفافیت سره ترتیب شوی او روغتیايي چارواکي به خپل عزم او لیوالتیا د روغتونونود کنټرول او د خلکو د روغتیايي اړتیاو د پوره کولو لپاره وښيي."

ددغو مسوولیتونو د سپارلو باوجود د سره صلیب کمیتې رئیس ویلي، چې افغانستان دوهم هیواد دی، چې ددغې کمیټې پروګرامونه به په کې په پراخه کچه دوام ومومي. هغه ویلي، چې دا کمیټه له افغانستان څخه د وتلو نیت نلري.

ښاغلي فیلیون ویلي:" مونږ نیت لرو، چې د اټکل وړ راتلوونکي پورې د افغاني سرې میاشتې د ۴۷ لومړینو روغتیايي مرستو د برابرولو د مرکزونو، چې د تغذیه پروګرام هم په کې شامل دی دوام ورکړو. مونږ به همدغسې د افغانستان له چارواکو سره د روغتیايي خدمتونو د ښه کیدو او د توقیف ځایونو په ځانګړي ډول د کندهار او هرات ولایتونو د زندانونو د روغتونونو په برخه کې همکاري وکړو".

ایلوي فیلیون ویلي، چې د سره صلیب نړیواله کمیټه به د معلولینو د درملنې او توانمندۍ داوو مرکزونو څخه، چې ۱۵۰ زره جسمي معلولیت لرونکو درملنه کوي هم خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

ښاغلي فیلیون ویلي:" همداشان به مونږ د غزني ولایت د روغتونونو او د پنجشیر ولایت د رخه د روغتون د عاجلو خدمتونو د څانګو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړواو هم به د وسلو ګرځوونکو ته د لومړینو مرستو د رسولو د روزنې په برخه کې په مختلفو ولایتونو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړو".

دغې کمیټې د نړیوالې ټولنې غوښتي، چې افغانستان سره دې خپلو مرستو ته دوام ورکړي. د سره صلیب نړیوالې کمیټې په باور افغانان دغسې مرستو ته اړتیا لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG