د لاس رسي وړ اتصالات

سره صلیب کمیټه: شپږ میاشتو کې مو ۱۲ زره بندیانو ته درې وخته خواړه برابر کړي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د سره صلیب نړیوالې کمیټې افغانستان کې د روان ۲۰۲۳ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د خپلو فعالیتونو په اړه په یو راپور کې ویلي، چې مرستو ته اړو افغانانو ته د روغتیا په برخه کې د خدمتونو د برابرولو ترڅنګ یې د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې ۱۱ زندانونو کې ۱۲ زره بندیانو ته هم درې وخته خواړه برابر کړي دي.

دغې کمیټې د پنجشنبې د ورځې اګست ۲۴ ( وږي دوییم) په یو راپور کې ویلي، چې ددې سربیره یې د ۸۷ بې درکه شویو کسانو په لټون کې مرسته کړې او د هغوی د بې درکه کیدو ستونزه یې حل کړې ده.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې ویلي: "د کورنیو د خیر خیریت د خبر په لاس لیکل شویو د سره صلیب شپیته پیغامونه او ۱۹ شفاهي په [خوندي او ښه] بڼه پیغامونه یې د بندیانو او د هغوی د کورنیو ترمنځ تبادله کړي دي. او د سره صلیب له خوا ۹۵ پیغامونه له هغوی راټول شوي او ملکیانو ته ویشل شوي دي".

د سره صلیب نړیواله کمیټه "آی سي ار سي" په افغانستان کې او د افغانستان څخه بهر افغانانو ته د خپلو نورو فعالیتونو ترڅنګ د څو لسیزو راهیسې په افغانستان کې د ښکیلو غاړو سره د بندیانو او د هغوی د کورنیو سره د پیغامونو د تبادلې په برخه کې هم کار کوي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شتون پر مهال هم کله چې د بګرام زندان د امریکايي ځواکونو له خوا اداره کیده د سره صلیب نړیوالې کمیټې د بندیانو او د هغوی د کورنیو ترمنځ د پیغامونو د تبادلې ترڅنګ د ویډیو کنفرانس له لارې د بندیانو او د هغوی د کورنیو غړو سره هم د خبرو زمینه برابروله.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" د جولای د میاشتې په یو راپور کې د طالبانو په زندانونو کې د بندیانو شمیر له ۱۵ زرو څخه زیات ښودلی دی.

خو د طالبانو د حکومت د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست رئیس مولوي محمد یوسف مستري د اګست ۱۲ کابل کې یو خبري کنفرانس ته وویل، چې اوس مهال دې ادارې سره ۱۶ زره تنه بندیان شته دی.

مولوي مستري وویل: "د تیرکال راهیسې ۳۲ زره بندیان محابسو ته راغلي دي ۱۶ زره بندیان ... خوشې شوي او اوس ۱۶ زره بندیان په دوو کتګوریو کې دي شاوخوا شپږ اوه زره بندیان مونږ لرو او تر لسو زرو پورې په توقیف کې تورن کسان لرو".

د طالبانو د حکومت د زندانونو د چارو د سمون ادارې چارواکو وویل، چې دوی سره سیاسي بندیان نشته او هم د داعش ډلې بندیان د دوی په زندانونو کې نه ساتل کیږي.

دغو چارواکو همداشان وویل، چې د نجونو د زده کړو ملاتړی او د قلم لار د ټولنې مشر مطیع الله ویسا او نور مدني فعالان چې د طالبانو د حکومت له خوا نیول شوي د دوی په زندانونو کې نه ساتل کیږي.

دغو چارواکو وویل، چې دا کسان چې چا نیولي هغوی یې په خپل بند کې ساتي. همداشان مولوي محمد یوسف مستري وویل، چې د ایران څخه چې له زرو زیات بندیان افغانستان انتقال کړي چې ځینې یې خوشې شوي هم دي.

مولوي محمد یوسف مستري وویل، چې د طالبانو مشرتابه له خوا هر بندي ته د ورځې ۱۲۰ افغانۍ مصرف د دریو وختونو خوړو لپاره په پام کې نیول شوی دی.

د روغیتا سګټور سره د آی سي ارسي مرستې

د سره صلیب نړیوالې کمیتې "آی سي ارسي" په دغه راپور کې ویلي، چې دغې کمیټې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغاني سرې میاشتې د ټولنې د ۴۷ روغتیايي کلینیکونو له لارې ۵۸۱ زره او ۵۴۸ کسانو ته چې اکثریت یې ښځې او ماشومانو وو لومړني روغتیايي خدمتونه برابر کړي دي.

همداشان د ۳۳ روغتونونو له لارې چې په مجموعي ډول ۷۰۵۷ بسترو لرونکي دي ۲۶ میلیونو ناروغانو ته روغتیايي خدمتونه برابر شوي او هم په دغو روغتونونو کې په کار بوختو شاوخوا لس زره او ۹۰۰ روغتیايي کارکوونکو ته میاشتني معاشونه ورکړل شوي او ددغو روغتونونو ورځیني مصارف هم ورکړل شوي دي.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې ویلي، چې په دغه موده کې ددغې کمیټې په ملاتړ د فیزوتراپي په اوو مرکزونو کې ۱۰۲۲۲۶ ناروغانو ته روغتیايي خذمتونه وړاندې شوي دي.

آی سي ار سي، وايي، چې د روان کال په لومړیو شپږ میاشتو کې ۳۵۲۵ کورنیو ته چې د غړو شمیر یې ۲۸۲۰۰ تنو ته رسیږي د هغوی د لومړنیو اړتیاو د پوره کولو لپاره د غزني، هلمند ، هرات او پنجشیر په ولایتونو کې د نغدي مرستې په ګډون یوه اندازه مرستې برابرې شوي دي. همدا شان دغې ټولنې ویلي، چې ۴۳۴۴۰ کسانو ته د بریښنا د برابرولو په برخه کې یې د بریښنا شرکت له لارې ۷۵ زره لیټره تیل برابر کړي دي.

د سره صلیب نړیوالې ادارې دا راپور په داسې حال کې خپور کړې چې تیره اونۍ دغې کمیټي ویلي چې د مالي محدوديتونو له امله ښايي د دې مياشتې تر پايه د افغانستان له ۲۵ روغتونونو سره د دغې کمېټې مالي مرستې بندې شي.

د سره صلیب د نړیوالې کمیټې ویاند ډېیګو الکانترا د اګست ۱۷ (زمري ۲۶) وویل: "که څه هم موږ د حکومتي وزارتونو، تمویل کوونکو او د سازمانونو سره د روغتون د برخې د بدیل لپاره د دوامداره ملاتړ د میکانیزم د موندلو په خاطر تعامل ته دوام ورکوو، خو تمه کیږي چې د روغتونونو لپاره [د سره صلیب] د پروګرامونو تدریجي بندیدل به د اګست په پای کې پیل شي."

الکانترا وویل: "سور صلیب د اوږدمهاله روغتیایي پاملرنې د ټولو فعالیتونو د دوام ورکولو لپاره اسانتیاوې او سرچینې نلري."

د سره صلیب نړیوالې کمیټې په اپریل کې اعلان وکړ چې ددې کمیټې مدیره هیت د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو لپاره د ۴۷۵.۳۰ میلیون ډالرو بودیجې کموالی تصویب کړی او په ځینو ځایونو کې یې عملیات ځنډولي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG