د لاس رسي وړ اتصالات

ډبلیو ایچ او: بودیجې کمبود به په خوارځواکۍ اخته سلګونو زرو افغان ماشومانو کړاونه زیات کړي


د روغتیا نړیوال سازمان وايي افغانستان کې بشري بحران، چې د اوږدې جګړې او بې ثباتې ترڅنګ د وچکالۍ او طبیعي ناورینونو له امله لا پراخه شوې، روغتیايي مرستو او خوړو ته د خلکو لاس رسی ډیر کم کړی چې په دغه هیواد کې یې د سختې خوارځواکۍ او ناروغیو د خپریدو خطر ډیر زیات کړی.

د روغتیا نړیوال سازمان د ایکس ټولنیزې شبکې په خپله پاڼه د پنجشنبې په ورځ لیکلي، چې افغانستان کې په روان ۲۰۲۳ کال د اګست میاشت کې بشري مرستو ته د خلکو اړتیا ۲۸.۸میلیونو کسانو ته لوړه شوې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې دا اړتیا د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې ۱۸.۴ میلیونو کسان ته رسیدله.

روغتیا نړیوال سازمان ویلي: که چیرې د بودیجې کمبود دوام وکړي د ۸۷۵ زره په سختې خوارځواکۍ اخته ماشومانو کړاونه به زیات کړي".

د روغتیا نړیوالې ادارې د بودیجې د کمبود د منفي اغیزو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي دي، چې دا اداره په روان ۲۰۲۳ میلادي کال کې د روغتیايي اساسي مرستو د دوام لپاره ۱۲۵ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

د روغتیا نړیوال سازمان اګست ۱۸ (زمري ۲۷) په یوه اعلامیه کې د نړیوالې ټولنې څخه غوښتي وو، چې په افغانستان کې دې د روغتیا په برخه کې د بحران د مخنیوي لپاره افغانانو سره بشري مرستې وکړي.

ډبلیو ایچ او، ویلي، چې د بودیجې د نه چمتو کولو په صورت کې به ۸ میلیونه افغانان روغتیايي اساسي خدمتونو او د ژوند د ژغورنې روغتیايي مرستو ته لاس رسی له لاسه ورکړي او ۴۵۰ زره ناروغان به د تروما او ژوند د ژغورنې مناسبو خدمتونو ته لاس رسی ونلري.

د روغتیا نړیوال سازمان اټکل کړی، چې که مرستې برابرې شي د پورتنیو شمیرو سربیره ۱.۶ میلیونه کسان به د عصبي او روحي ناروغیو د سلامشورو لپاره خدمتونو ته لاس رسی ولري

د روغتیا نړیوال سازمان عمومي رئیس ټیډروس ادهانوم ویلي: "افغانستان کې وضعیت ډیرخواشینونکی دی او د روغتیايي کارکوونکو او روغتیايي مرکزونو د ملاتړ لپاره د منابعو او بودیجې نشتوالی د بې شمیره خلکو ژوند د ګواښ سره مخ کوي".

هغه زیاته کړې: "ښځې او نجونې له ټولو زیاتې کړیږي. زه باید په مرسته کوونکو باندې غږ وکړم چې سخاوتمندانه مرستې وکړي ترڅو مونږ د ژوند د ژغورلو کار ته دوام ورکړو".

ملګرو ملتونو د روان ۲۰۲۳ کال په پیل کې افغانستان کې د خپلو پروګرامونو د دوام لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د ۳.۲۶ میلیاردو ډالرو د بودیجې د برابرولو غوښتنه کړې وه، خو مرسته کوونکو ادارو ملګرو ملتونو ته یوازې ۸۰۰ میلیونه ډالر برابر کړي دي ـ د اګست تر اتمې د ټولو ۳.۲۶ میلیاردو غوښتل شویو پیسو له ۲۵ فیصدو څخه کمې برابرې شوې دي.

ملګري ملتونه وايي، د افغانستان د ۴۰ میلیونو نفوس له دریو څخه دوه برخې وګړي عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

د روغتیا نړیوالې ادارې د نړیوالې ټولنې څخه د مرستو دا غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" له وړاندې ویلي، چې د بودیجې د کمبود له امله په افغانستان کې ۲۶۲ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.

په عین وخت کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې هم خبرداری ورکړی،چې د بودیجوي محدوديتونو له امله ښايي د دې مياشتې تر پايه د افغانستان له ۲۵ روغتونونو سره ددغې کمېټې مالي مرستې بندې شي.

د سره صلیب د نړیوالې کمیټې ویاند ډېیګو الکانترا د پنجشنبې په ورځ اګست ۱۷ (زمري ۲۶) وویل: "که څه هم موږ د حکومتي وزارتونو، تمویل کوونکو او د سازمانونو سره د روغتون د برخې د بدیل لپاره د دوامداره ملاتړ د میکانیزم د موندلو په خاطر تعامل ته دوام ورکوو، خو تمه کیږي چې د روغتونونو لپاره [د سره صلیب] د پروګرامونو تدریجي بندیدل به د اګست په پای کې پیل شي".

دغه روغتونونه د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو څو میاشتې وروسته د سره صلیب د نړیوالې کمېټې له خوا ملاتړ کېږي.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې په پیل کې ۳۳ روغتونونو سره مرسته کوله، او د شاوخوا ۱۰زره روغتیایی کارکوونکو معاشونه او ځینې طبي تجهیزات یې ورکول. خو اتو روغتونونو ته یې مالي مرستې لا دمخه بندې کړې وې.

دا روغتونونه د ناروغانو لپاره زرګونه بسترونه چمتو کوي او د افغانستان د نفوس له نیمایي برخې څخه زیات شاوخوا ۲۵ میلیون خلک ترې ګټه پورته کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG