د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد: افغانستان څخه د امریکا او ناټو احتمالي وتل به هم‌ مهاله وي


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په بلجیم کې د ناټو له چارواکو سره د لیدنې پر مهال ویلي، که چیرې امریکا او ناټو له افغانستان څخه وځي، نو د دوی وتل به هم‌مهاله وي.

ښاغلي خلیلزاد په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي، چې په دې لیدنه کې یې د ناټو سرمنشي او د دغه سازمان لوړپوړو چارواکو ته یې د افغانستان د سولې د بهیر په اړه معلومات ورکړي دي.

خلیلزاد لیکلي: "موږ یوځای افغانستان ته تللي یو، خپل حضور به یوځای سره تنظیم کوو او که وتلو، نو یوځای بیرته وځو".

د ناټو چارواکو په دې برخه کې ښاغلي خلیلزاد ته د بشپړۍ همغږۍ ډاډ ورکړی دی.

د دغه سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي، چې د ناټو ۴۱ غړي هیوادونه او د دغه سازمان شریکان د افغانستان د سولې په بهیر کې د پرمختګ لپاره د ښاغلي خلیلزاد د هڅو ملاتړ کوي.

له دې وړاندې زلمی خلیلزاد د افغان سولې په بهیر کې د آسانتیاو د رامنځ ته کولو لپاره په خپل اتم پړاو سفر کې پاکستان او آلمان ته هم تللی او د دواړو هیوادونو له چارواکو سره یې د افغانستان د سولې په تړاو خبرې کړي دي.

XS
SM
MD
LG