د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر: که پېسې ونه رسېږي، د طالبانو غړي به داعش سره یو ځای شي


په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم خبرداری ورکړی که په افغانستان کې اقتصادي وضعیت ښه نشي، د طالبانو غړي به د داعش-خراسان ډلې سره یو ځای شي.

سفیر منیر اکرم په خپلو خبرو کې د ډیورېنډ کرښې په اوږدو کې د وسله والو بریدونو او فعالیتونو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي دي کله ناکله پاکستاني طالبان، د بلوچستان د ازادۍ غورځنګ او نورې ټولې وسله والې ډلې د پاکستان د ګټو په خلاف یو ځای فعالیت کوي.

منیر اکرم وویل حکومت یې د دغو ډلو په ضد اقداماتو ته هوډمن دی او «په تېر وخت کې مو هم د دوی په ضد اقدامات کړي دي»، خو خبرداری یې ورکړ چې اوس لویه ننګونه د طالبانو د حکومت هڅول دي چې د دغو ټولو ډلو په خلاف اقدامات یې په ګټه دي.

هغه وویل چې «موږ اوس په افغانستان کې یو وضعیت لرو چې طالبان باید وهڅول شي یوازې د داعش-خراسان ډلې په ضد نه، بلکې د ټولو ترهګرو ډلو په ضد اقدام» وکړي او «دا وضعیت درک کوو خو باید له دغه وضعیت سره د مقابلې لپاره یوه اغیزناکه تګلاره» وموندل شي.

نوموړي د دغو ټولو یاد شویو ډلو سره په مبارزې سربېره، د ختیځ ترکمنستان اسلامي غورځنګ، چې اکثریت غړي یې د چین اویغور مسلمانان دي، او د اوزبیکستان اسلامي غورځنګ سره په مبارزې هم ټېنګار وکړ. خو ونه یې ویل چې دا ډلې دقیقآ چېرې دي. هغه زیاته کړه که د طالبانو د حکومت عواید کم وي، د دغو ډلو په ضد به یې مبارزه سخته وي.

د پاکستان سفیر دا خبرداری هم ورکړ که «طالبان کافي پېسې ونلري، ځینې ډلې به ترې داعش ته ولاړې شي. په افغانستان کې وضعیت اندېښمنوونکی» دی.

منیر اکرم د امریکا «نیوز ویک» مجلې ته ویلي دي چې د داعش-خراسان ډله ورځ تر بلې غښتلې کېږي، ځکه چې د هغه په خبره «له بهر څخه پېسې ترلاسه» کوي.

پاکستان داسې مهال د داعش او پاکستان تحریک طالبان د ډلو په ضد اقداماتو لپاره د طالبانو د حکومت سره د نړیوالې ټولنې په مالي مرستو ټېنګار کوي، چې په دې وروستیو کې د داعش ډلې په افغانستان کې د یو شمېر بریدونو مسئولیت په خپله غاړه اخیستی دی. همدغه راز د پاکستان طالبانو هم د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو په ضد د بریدونو اعلان کړی دی.

نیوزیک مجلې ویلي دي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو ورته په خبرو کې ټېنګار کړی چې باید طالبان په سیمه کې د ترهګرو ډلو سره د نړیوالې مبارزې برخه وي.

طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ نېټه په افغانستان کې بیا واکمن شول او ادعا کوي چې د داعش سلګونه غړي یې وژلي، ژوبل کړي او نیولي دي. نړیواله ټولنه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.

XS
SM
MD
LG