د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: ایران څخه د وسلو د قاچاق په وړاندې مبارزې ته ژمن یو 


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي ایران په ټوله سیمه کې یاغي ډلو ته د وسلو په استولو سره د نړۍ امنیت ګواښي او واشنګټن ددغه ګواښ په وړاندې مبارزې ته ژمن دی.

وروسته له هغې چې د متحده ایالاتو سمندري ځواکونو د چهارشنبې په ورځ ډسمبر ۲۲ (مرغومي اوله) اعلام وکړ چې د عرب سمندر په شمال کې یې د کب نیونې په یوې کښتۍ کې چې د هیڅ هیواد بیرغ پرې نه و ځوړند، د شاوخوا ۱۴۰۰ کلاشینکوفونو او ۲۲۶زره مرمیو یو غیرقانوني بار ضبط کړی دی، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې دغې کښتۍ د یمن حوثي یاغیانو ته غیرقانوني وسلې لیږدولې.

دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۲۳ وویل د غیر قانوني وسلو د لیږد بهیر ددې سبب شوی چې حوٍثي یاغیان په مارب کې "ظالمانه" بریدونه ترسره کړي؛ هغه بریدونه چې د یمني ملکي وګړو د رنځ سبب ګرځي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې له ایران څخه د وسلو قاچاق ښیي چې د ایران زیان رسوونکي فعالیتونه په څه ډول په یمن کې جګړه نوره هم اوږدوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي: "په ټوله سیمه کې د وسله والو ډلو څخه د ایران ملاتړ د نړۍ او سیمې امنیت، زمونږ د ځواکونو، دپلوماتیک پرسونل، زمونږ د هیوادوالو امنیت او همداشان په سیمه کې او نورو ځایونو کې زمونږ د شریکانو امنیت ګواښي."

د امریکا د رسمي معلوماتو په اساس د روان کال په فبرورۍ او مۍ میاشتو کې امریکایي ځواکونو د ورته کښتیو څخه د ټانک ضد په لسګونو رهبري شوي میزایل، په زرګونو تعرضي وسلې، په سلګونو ماشیندارې او توغندي ضبط کړي دي.

اوسمهال د سعودي عربستان په مشري ایتلاف او د ایران له مالي او تسلیحاتي ملاتړ څخه د برخوردارو حوثي یاغیانو ترمنځ جګړه روانه ده. خو تهران د حوثي یاغیانو څخه ملاتړ کول رد کړي دي.

د عربستان په مشرۍ ایتلاف د عبدربه منصور هادي د حکومت ملاتړ کوي چې اوس په سعودي عربستان کې په تبعید کې ژوند کوي.

تر دې دمه د یمن په جګړه کې شاوخوا ۱۳۰زره کسان وژل شوي او د ملګرو ملتونو په ګډون د نړیوالو سازمانونو د رپوټونو له مخې دغه جنګ ځپلی هیواد د سخت بشري ناورین سره لاس اوګریوان دی.

XS
SM
MD
LG