د لاس رسي وړ اتصالات

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته 'نیم میلیون افغانانو خپل وظایف له لاسه' ورکړي


د کار نړیوال سازمان د چهار شنبې په ورځ جنوري نولسمه (مرغومي ۲۹) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو په رسیدو سره څه باندې نیم میلیون افغانانو خپل وظایف له لاسه ورکړي دي.

یاد سازمان ویلي چې دې کړکیچ د افغانستان اقتصاد فلج کړی او د کار بازار یې تر سخت فشار لاندې راوستی دی.

د کار د نړیوال سازمان په راپور کې ویل شوي چې دغه حالت په خاص ډول میرمنو او هغو کسانو ته چې په حکومتي وظایفو، خدماتي څانګو ، بیارغونې او کرنې په برخو کې کار کوي ډیر ناوړه عواقب رامنځ ته کړي او د همدې برخو څخه ګڼ شمیر کسانو یا خپلې دندې له لاسه ورکړي او یا یې هم معاشونه ندي اخیستي.

راپور وایي اکثریت کمپنۍ په پښو د دریدو په خاطر سخت تر فشار لاندې دي ځکه هره ورځ په زرګونه افغانان له هغه هیواد څخه وځي.

په راپور کې زیاته شوې چې ښايي چې تر جون میاشتې پورې ۷۰۰ زره تر ۹۰۰ سوه زره وظایف له منځه ولاړ شي ځکه کار مخ په کمیدو دی.

راپور وایي د پخواني نظام د ړنګیدو اقتصادي پایلې پراخې دي ځکه نغدي پیسې کمي شوي او په بانکونو کې د پیسو پر اخیستلو محدودیتونو خلک او شرکتونه له مشکلاتو سره مخ کړي دي.

د افغانستان اقتصاد د څلورو لسیزو جګړو، ناوړه وچکالۍ او کرونا وبا له امله له وړاندې مشکلاتو سره مخ وو.

په افغانستان کې د کار د نړیوال سازمان یوه جګپوړي مسول رامین بهزاد په یوې بیانیه کې ویلي:" په افغانستان کې حالت کړکیچن دی او د ثبات او حالت د ښه کیدو لپاره عاجل ملاتړ ته ضرورت دی."

ښاغلي بهزاد زیاته کړې، په داسې حال کې چې لومړیتوب د بشري ضرورتونو رفع کول دي، خو پایداره او هر اړخیز ښه والی به ددې پورې اړه ولري چې خلک مناسب کار ، معیشت او لومړنیو خدماتو ته لاسرسی ولري.

میرمنو په ۲۰۲۰ کال کې له پنځو وظایفو څخه یوه دنده درلوده خو اوس په یو شمیر برخو کې له کار کولو څخه منع شوي دي.

که څه هم طالبانو ویلي دي چې په مارچ کې به په ټول افغانستان کې د نجونو لپاره ښوونځي پرانیستل شي خو اوسمهال د نجونو لپاره تعلیم هم محدود شوی دی.

د کار د نړیوال سازمان راپور، د افغانانو د ملاتړ لپاره وروستی مورد دی. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې ۸.۷ میلیونه افغانان د لوږې سره د مخ کیدو په حال کې دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي تیره اوونۍ د افغانستان سره د مرستې په خاطر له نړیوالې ټولنې څخه د ۵.۵ میلیاردو ډالرو د غوښتنې تر څنګ د هغه هیواد د کنګل شویو پیسو د آزادیدو غوښتنه وکړه او د اقتصادي او ټولنیز د پاشل کیدو د مخنیوي په هدف یې د بانکي‌ نظام د ژغورلو غوښتنه وکړه.

د کار نړیوال سازمان وایي له جولای څخه تر سپټمبر پورې د میرمنو کار شپاړس سلنه راغورځیدلی دی

د کار نړیوال سازمان راپور همدارنګه جوته کړې چې د کاري حالت خرابوالی به ممکن په هغه هیواد کې د ماشومانو د جبري کارونو د زیاتوالي لامل شي چیرې چې د پنځو تر اولسو کلونو پورې څه باندې یو میلیون ماشومان سخت کارونه کوي.

XS
SM
MD
LG