د لاس رسي وړ اتصالات

د عمران خان ادعا: امریکا یې د حکومت د ړنګولو هڅه کوي


پداسې حال کې چې د پاکستان صدراعظم عمران خان د سیاسي مخالفینو د نه باور رای ګیرۍ له کبله د جنجال سره مخ دی او د واک ساتلو لپاره هلې ځلې کوي، هغه په تازه اقدام کې په متحده ایالاتو تور ولګاوه چې د ده د حکومت د ړنګولو هڅه کوي.

ښاغلي خان چې وینا یې په ملي تلویزیون کې خپریده پداسې یو انداز یې د متحده ایالاتو لخوا د پیغام تر لاسه کول یادونه وکړله چې ګواکې لفظي اشتبا ترې وشوه.

هغه وویل، "مونږ ته د امریکا څخه یو پیغام راغی.... او امریکا نه، زما هدف یو بهرني هیواد چې زه یې نوم نشم اخیستی".

۶۹ کلن عمران خان پدې وینا پرته لدې چې د کوم هیواد یا چا نوم واخلي وویل، "هغوي په پاکستان په غصه دي. هغوي وایي که عمران خان د نه باور رایې وبایلي، پاکستان به وبخښي خو که چیرته دا رای ګیري ناکامه شي، پاکستان به د جدي عواقبو سره مخ شي".

تر دې وړاندې عمران خان په اسلام آباد کې د لس ګونو زرو کسانو یوې غونډې ته چې د هغه ګوند تحریک انصاف د سیاسي قوت د ښودلو لپاره راغوښتې وه، هم یو لیک وښود او دا ادعا یې وکړله چې یو بهرني هیواد ورته لیږلی او په سیاسي مخالفینو یې دا تور ولګاوه چې په یوې بهرنۍ دسیسې کې ترې ګټه اخیستل کیږي.

خو ښاغلي خان د اسلام آباد په وینا کې دا ونه ویل چې دا لیک ورته کوم هیواد ورکړی.

عمران خان پنجشنبه مارچ ۳۱ (وري۱۱) په وینا کې پداسې انداز د دې لیک سرچینه متحده ایالات وښودله چې ګواکې لفظي سهوه ترې شوې.

عمران خان وویل دا لیک ځکه ورته ورکړل شوی چې هغه په اوکراین د روسیې د یرغل څخه وروسته مسکو ته ولاړ او هلته یې د دې هیواد د جمهور رئیس ولادمیر پوتین سره وکتل.

ټاکل شوې د پاکستان د ملي اسامبلې غړي د یکشنبې په ورځ د سیاسي مخالفینو په غوښتنې د واک څخه د عمران خان د واک څخه لیرې کیدو په خاطر د نه باور په رای ګیرۍ کې برخه واخلي.

خو عمران خان د پنجشنبې په وینا ک وویل چې د واک څخه به استعفا ونکړي او د بهرنۍ مداخلې په مقابل کې به ودریږي.

ښاغلي خان وویل، "رای ګیري به په یکشنبې کیږي. نتیجه چې هر څه وي زه به لا قوي شم او دې دسیسې ته به په هیڅ قیمت اجازه ورنکړم چې کامیابه شي".

یو شمیر پاکستاني خبریالان چې د ځینو مهمو پاکستاني خبري چینلونو سره کار کوي، وایي چې دا پیغام دا پیغام په اسلام آباد کې د امریکا سفیر ته چې د کار موده یې مخ په خلاصیدو دی د مارچ د میاشتې په ۷ مې ورکړل شوی.

د دې لیک نه ټیک یوه ورځ وروسته د عمران خان سیاسیي مخالفینو په پارلمان کې د نه باور د رای ګیرۍ غوښتنه وکړله.

خو د عمران خان سیاسي مخالفینو دا تورونه بې اساسي بللې او رد کړې یې دي او ویلي یې دي چې هغه د خپلې ماتې د نا امیدۍ له کبله داسې تورونه لګوي.

متحده ایالاتو هم د عمران خان دا تورونه رد کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس په یو خبري کنفرانس کې پدې هکله وویل، " کله چې خبره د دې تورونو کیږي، دا هیڅ واقعیت نلري".

ښاغلي پرایس وویل، "په پاکستان کې پرمختګونه د نږدې نه څارو. مونږ د پاکستان د اساسي قانون د بهیر او حاکمیت ملاتړ او درناوی کوو".

عمران خان د دې څرګندونو څخه وړاندې د ملي امنیت د کمیټې اضطراري غونډه راغوښتې وه چې جګپوړي نظامي او ملکي مشرانو پکې برخه اخیستې وه چې پدې لیک خبرې اترې وکړي.

XS
SM
MD
LG