د لاس رسي وړ اتصالات

قریشي: پاکستان د اوکراین په کړکیچ کې ناپیلي دریځ ته ژمن دی


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د اوکراین د کړکیچ په اړه د خپل هیواد په ناپیلي دریځ ټینګار وکړ او دپلوماسي یې یواځنۍ حل لاره وګڼله.

پاکستان د لویدیځو هیوادونو تر فشار لاندې دی تر څو پر اوکراین باندې د روسیې یرغل وغندي، خو ددې هیواد مقامات وایي چې د روسیې په ګډون د نړۍ له هیوادونو سره د اړیکو د ښه کولو په خاطر د نړۍ د سیاسي جبهه نیولو څخه ډډه کوي.

ښاغلي قریشي د یکشنبې په ورځ مارچ شپږمه (کب ۱۵) د امریکاغږ ته وویل: "نه غواړو چې د هیڅ یوې ډلې یوه برخه اوسو، په ډلو کې د شتون تاوان مو ادا کړی. له دې کبله ډیر په احتیاط ګام پورته کوو. نه غواړو چې خپل ناپیلتوب ته تاوان ورسوو...یواځنۍ معقوله لار، دپلوماتیک حل دی."

پاکستان تیره اونۍ د ملګرو ملتونو د عمومي مجمعې په رای اچونه کې د هغه پریکړه لیک په هکله چې پر اوکراین باندې یې د روسیې یرغل محکوم کړی، د رای له ورکولو ډډه وکړه، که څه هم چې له هغې دمخه په اسلام آباد کې لویدیځو سفارتونو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره له پاکستان غوښتي وو چې ددې پریکړه لیک ملاتړ وکړي.

ښاغلي قریشي وویل دا ادعا چې ګواکې پاکستان د روسیې اړخ نیولی "غلطه" او د اوکراین د کړکیچ په اړه د اسلام آباد د ناپیلي دریځ "اشتبایي لوستنه" ده. هغه وویل: "فکر کوم د متحده ایالاتو سره زمونږ اړیکې ښه دي. متحده ایالات مهم شریک ګڼو او د متحده ایالاتو څخه د دوانداره ملاتړ غوښتونکي یو."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره د ټیلیفوني خبرو غوښتنه یې کړې ده تر څو هغه ته د اوکراین په هکله د پاکستان د دریځ په اړه تشریح ورکړم.

هغه همداشان هغه رپوټونه رد کړل چې ګواکې روسیې د پاکستان د صدراعظم عمران خان د سفر په نتیجه کې د اسلام آباد او واشنګټن دپلوماتیکې اړیکې کړکیچنې شوی دي.

پوره څو ساعته وروسته له هغې چې روسیې د اوکراین جلاغوښتونکې سیمې لوهانسک او دونتسک د خپواکو دولتونو په توګه په رسمیت وپیژندلې عمران خان د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین، سره په مسکو کې وکتل. مسکو ته د ښاغلي خان سفر څو اونۍ دمخه پروګرام شوی و.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د یو ویاند له قوله لیکلي دي: "مونږ د پاکستان له حکومت سره د اوکراین پر ضد د روسیې د بې جهته جګړې او هغه اغیز په هکله چې د سیمې او نړۍ په امنیت یې لرلی شي خبرې کړې دي."

ښاغلي قریشي وویل چې د شنبې په ورځ مارچ پنځمه یې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره ټیلیفوني خبرې کړې دي او د اوکراین د وضعیت په اړه یې د پاکستان اندیښنه هغه ته بیان کړې ده. هغه وویل چې ښاغلي لاوروف هغه ته وویل چې مسکو د د کیف سره یوې حل لارې ته د رسیدو لپاره د "مذاکرانو فکر" ته "بی‌میله" ندی.

هغه وویل چې روسي سیال یې ورته ویلي چې د روسي او اوکرایني پلاویو ترمنځ د خبرو د دوو مخکنیو پړاونو "مثبتې نتیجې" د "بشري دهلیز" رامنځته کیدل دي چې د اوکراین د دوو ښارونو اوسیدونکو ته چې د روسي پوځیانو په محاصره کې دي ددغو ښارونو څخه د وتلو اجازه ورکوي.

قریشي د لاوروف له قوله وویل چې مسکو د مذاکراتو دریم پړاو ته تیار دی او اوکراین استازو ته منتظر دی چې راشي او مذاکرات پیل کړي.

پاکستان د سړې جګړې په ترڅ کې د متحده ایالاتو څخه په ملاتړ د افغانستان د جهادي ډلو د وسله وال کولو او زده کړو په برخه کې چې په ۱۹۸۰ لسیزه کې پر افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل په وړاندې جنګیدل ډیر مهم رول لوبولی دی.

خو بیا هم په دوو تیرو لسیزو کې د اسلام آباد او واشنګټن اړیکې د افغانستان د طالبانو د تحریک په څیر ډلو څخه د پاکستان د ملاتړ په اړه د تورونو په خاطر چې د بهرنیو ځواکونو پر ضد یې بریدونه کول ډیرې لوړې او ژورې درلودلی دي. که څه هم چې پاکستان دا تورونه تل رد کړي دي.

روسیه او پاکستان چې یو وخت سخت دښمنان وو، په دې وروستیو کلونو کې یې برعکس د دوه اړخیزو اړیکو د ښه کولو پر لور ګامونه پورته کړي دي.

XS
SM
MD
LG