د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان صدراعظم په تاوتریخوالي کې د ښکیلو کسانو د تعقیب او نیولو امر کړی 


په پاکستان کې تاوتریخوالی
په پاکستان کې تاوتریخوالی

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د شنبې په ورځ مۍ ۱۳ (غوایي ۲۳) چارواکو ته امر کړی چې د پخواني صدراعظم عمران خان د نیول کېدو وروسته په رامنځته شوي تاوتریخوالي کې ښکېل ټول کسان په نښه کړي او ونیسي.

عمران خان د جمعې په شپه ناوخته وروسته له هغه چې محکمې د دوو اونیو لپاره په ضمانت خوشې کړ د محکمې له ودانۍ څخه ووت او د سختو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې د خپل پلرني ښار لاهور په لور روان شو.

هغه د سه شنبې په ورځ د ځمکې د فساد په قضیه کې د لاس لرلو په تور ونیول شو، خو د پاکستان سترې محکمې د پنجشنبې په ورځ د هغه نیول"باطل او غیرقانوني" وګڼل. د عمران خان د توقیف کیدو په غبرګون کې د هغه پلویانو له تاوتریخوالي ډک لاریونونه وکړل.

لاریون کوونکو په پوځي تاسیساتو برید وکړ، د دولتي نشراتو ودانۍ یې وسوځوله، بسونو ته یې اور واچوه، د پوځ د یو لوړ پوړي چارواکي کور یې ویجاړ کړ او په نورو شتمنیو یې بریدونه وکړل، چې د شاوخوا ۲۰۰۰ کسانو د نیول کیدو سبب شول او د پاکستان څو ښارونو ته پوځي ځواکونه ولیږل شول.

په دې تازه تاوتریخوالی کې لږترلږه اته کسان وژل شوي، دا پداسې حال کې دي چې پاکستان له سخت اقتصادي کړکیچ سره مخ دی او انفلاسیون په کې د ریکاډ کچې ته لوړ شوی او دې هیواد ته یې د نړیوال پولي صندوق د پور ورکولو چارې هم ځنډولي دي.

خان، چې تمه کیده د شنبې په ورځ ناوخته خپلو پلویانو ته وینا وکړي، د جمعې په ورځ د محکمې د ضمانت د حکم هرکلی وکړ او وویل چې قضا "د ځنګل قانون" په وړاندې د پاکستان یوازینۍ محافظت دی.

هغه په محکمه کې دننه خبریالانو ته وویل: "زه باید ووایم چې ما دا زموږ له قضایی قوې څخه تمه درلوده، ځکه چې اوس یوازینۍ هیله پاتې ده - د کیلې جمهوریت او ډیموکراسۍ ترمنځ یوازینۍ پتلی کرښه، قضایه قوه ده."

د پاکستان په ګڼو ښارونو کې د فساد ضد ادارې له خوا د خان له نیول کېدو وروسته له تاوتریخوالي ډک لاریونونه وشول. خان هر ډول غلطه کړنه ردوي.

د رويټرز خبريالانو ويلي دي چې د جمعې په ورځ ناوخته په پاکستان کې فيس بوک، يوټيوب او ټويټر بیرته فعال شول خو د شنبې په ورځ بیاد لاسرسي وړ نه وو.

XS
SM
MD
LG