د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان ولسمشر د عمران خان په غوښتنه پارلمان منحل کړ


د اسوشېتډ پرس خبري آژانس د راپور له مخې د پاکستان ولسمشر عارف علوي د دغه هیواد پارلمان منحل کړ.

د پاکستان صدراعظم عمران خان نن یکشنبه د دغه هیواد له ولسمشر عارف علوي څخه د پارلمان د لغو کولو غوښتنه کړې وه.

د پاکستان د حکومت مخالفو سیاسي ګوندونو دا کار د پاکستان د اساسي قانون خلاف بللی او ویلي دي چې په ضد به یې درېږي. دغو ګوندونو عمران خان په «خیانت» تورن کړی دی.

عمران خان پر داسې مهال یاده غوښتنه مطرح کړې وه ټاکل شوې وه نن یکشنبه اپرېل درېیمه (وري ۱۴) د پاکستان پارلمان د نوموړي په اړه رایه اچونه کړې وای.

د راپور له مخې د پاکستان د پارلمان مرستیال قاسم سوري چې د نن ورځې غونډې مشري یې کول عمران خان ته د باور نه ورکولو رایې طرحه رد کړه او هغه یې د خپل هیواد د اساسي قانون د پنځمې مادې خلاف وبلل.

د راپورونو له مخې د پاکستان په پارلمان کې نن یکشنبه ۱۷۶ غړي موجود و او عمران خان پر خپلې څوکۍ د پاتې کېدو لپاره ۱۷۲ باور رایو ته اړتیا لرله. خو ویل کیږي که رایه اچونه تر سره شوې وای ډیر احتمال و چې عمران خان ته د مخالفو ګوندونو د غړو لخوا د نه باور رایه ورکړل شوې وای.

د پاکستان صدراعظم ولس ته په تلویزیوني وینا کې د نوموړي په اړه د نه باور رایو د طرحې ردېدو مبارکي ویلې او زیاته کړې ده چې د پارلمان مرستیال د "رژیم د تغیر په اړه بهرنۍ توطیې هڅه رد کړې ده."

د راپورونه په اساس پاکستاني مقاماتو امریکايي چارواکي د پاکستان په داخلي مسائیلو په لاسوهنې تورن کړي دي. خو امریکايي چارواکو دا تورونه رد کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي، د نوم نه خپرولو په شرط امریکا غږ ته وویل چې دا ادعاوې «سمې نه دي».

نوموړي وویل: «موږ په پاکستان کې پرمختګونه تعقیقوو. موږ د پاکستان د اساسي قانون بهیر او د قانون واکمنۍ ته درناوی لرو او ملاتړ یې کوو.»

د پاکستان صدراعظم زیاته کړې ده چې د پاکستان ولسمشر ته یې د یو لیک په لېږلو له هغه څخه د پارلمان د لغو کولو غوښتنه کړې ده او ویلي دې چې دموکراتان دې ولاړ شي په علني ډول دي رایه ورکړي.

د راپورونو له مخې د عمران خان سیاسي مخالفینو هغه ته د نه باور رایې طرحې ردېدو په اړه د پاکستان د پارلمان د مرستیال پرېکړه غندلې ده.

خو اسوشیټيډ پریس آژانس ویلي چې د پاکستان ولسمشر عارف علوي د خان د غوښتنې سره سم ددغه هیواد پارلمان منحل کړ.

د یاد آژآنس د معلوماتو په اساس د پاکستان اساسي قانون له مخې باید موقت حکومت رامنځته شي او په ۹۰ ورځو کې د ټاکنو له لارې نوی حکومت جوړ شي.

XS
SM
MD
LG