د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان: 'په پاکستان کې د طالبانو پټنځي نشته'


د پاکستان صدراعظم وایي "په وار وار یې له امریکا غوښتي چې په پاکستان کې د طالبانو پټنځي ورته په گوته کړي، چې دوی پرې عملیات وکړي، پاکستان کې د طالبانو پټنځي نشته".

د پاکستان صدراعظم عمران خان د واشنگټن پوست ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې په پاکستان کې دا مهال ۲،۷ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي. ښاغلي خان زیاته کړې چې "اول خو دلته د طالبانو پټنځای نشته، خو که له دوو زرو تر دریو زرو طالبان پاکستان ته راغلي وي، نو د افغان کډوالو کمپونو کې به پټ وي."

عمران خان وايي، هېواد یې د امریکا له جګړې نه په کافي اندازه زیانمن شوی او تر دې وروسته به هغه څه کوي چې د هېواد او خلکو په ګټه یې وي.

له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په مرکه کې ښاغلي خان دا هم ویلي چې په پاکستان کې د وسله والو طالبانو هېڅ پټنځایونه نشته او دا چې هر امریکايي چارواکی وايي د طالبانو مشران په پاکستان کې دي، د هغه په وینا پدې اړه یې له خپلو امنیتي مسؤلینو سره خبرې کړي‌ او هغوی ورته ویلي چې امریکا دې ددغو پټنځایونو په اړه معلومات ورکړي تر څو په وړاندې یې دوی اقدام وکړي.

ښاغلي خان د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ‌ د دې غوښتنې په ځواب کې چې د افغان سولې په برخه کې مرسته وکړي ویلي چې په افغانستان کې سوله د پاکستان په ګټه ده او زیاته کړې ده چې دوی به هرڅه وکړي.

ډونالد ټرمپ تېره اوونۍ نوموړي په ته یو لیک کې ویلي چې افغانستان زما تر ټولو مهم سیمه ییز لومړیتوب دی.

عمران خان ویلي چې سولې ته د طالبانو په حاضرولو کې به پوره هڅې وکړي: "پر طالبانو د فشار اچولو په اړه ویل اسان دي، خو عملي کول یې ګران دي، که وکتل شي د افغانستان حکومت پر ۴۰سلنه خاوره حاکمیت نه لري."

افغان حکومت تر دې مهاله د عمران خان ددغې ادعا په هکله څه نه دي ویلي.

د پاکستان صدراعظم له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره خپلې تازه مرکې کې ویلي چې د افغانستان ستونزه له پوځي لارې نه بلکې د خبرو اترو له لارې هوارېږي.

عمران خان ویلي، د دې غوښتونکی نه دی چې امریکا له افغانستان څخه په عاجلانه توګه ووزي.

هغه همدارنګه ویلي چې له چین سره یې اړیکې یو اړخیزې نه دي بلکې د دوو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې دي چې له امریکا سره هم ورته اړیکې غواړي.

ښاغلي خان واشنګټن پوسټ ته ویلي چې د امریکا له پالیسۍ سره نه موافق کېدل له امریکا سره د دښمنۍ په معنا نه دی او زیاته کړې یې ده چې له امریکا سره ریښتنې اړیکې غواړي.

XS
SM
MD
LG