د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د طالبانو د کوکنارو د له منځه وړلو کمپاین او د هغه احتمالي پایلې


وروسته له هغه چې تیر کال د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده، د یو فرمان په صادرولو سره په ټول افغانستان کې د کوکنارو او نورو نشه یې توکو کښت او کرکیله منع اعلان کړل، د طالبانو حکومت د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې د لاسته راوړنو په هکله د پام وړ یو لیست خپور کړی دی.

د طالبانو د چارواکو په وینا، د ملا هبت الله اخوندزاده د حکم د پلی کولو لپاره، طالب ځواکونو د نشه يي توکو پر ضد ۵۷۹۹ عملیاتونه ترسره کړي، چې په پایله کې یې ۶۷۸۱ قاچاق وړونکي نیول شوي، ۱۷۹۹ ټنه نشه يي توکي ضبط او د هیروینو د تولید ۵۸۵ لابراتوارونه ویجاړ شوي دي.

خپلواکو څارونکو هم په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ددغه ادعاو پخلې کړې دي.

د امریکا د سولې په انسټیټیوټ کې جګپوړي څیړونکي، ویلیم برډ امریکا غږ ته په یو لیکلي پیغام کې ویلي: "طالبانو د خپل لومړي دورې واکمنۍ پر مهال د ۲۰۰۰ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ د کوکنارو پر کښت بشپړبندیز لګولی وو او په ۲۰۲۳ کال کې هم همداسې وکړل. دغه کار د کوکنارو په کښت او کرکیلې کې د پام وړ کمښت لامل شوی دی."

د یوې برتانوي موسسې لخوا د سټلایټ پر مټ اخیستل شوي انځورونه هم په ټول افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې د پام وړ کموالی ښيي.

په هلمند ولايت کې چې د افغانستان تر نيمايي زيات نشه يي توکي تولید کیدل، د کوکنارو کرکیله په ۲۰۲۲ کال کې له ۱۲۹ زره هکتارو څخه په ۲۰۲۳ کال کې ۷۴۰ هکتارو ته راټيټه شوې ده.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، افغانستان په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د حکومت له نسکورېدو وروسته، په تیرو دوو لسیزو کې د نړۍ په کچه د هیروینو په یو تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد بدل شوی وو.

په تېرو دوو لسیزو کې دې انديښنو چې د نشه يي توکو ناقانونه کاروبار نه یواځې له طالبانو سره مرسته کړې، بلکې په دولتي ادارو کې یې فساد ته هم لمن وهلې، متحده ایالات او یو شمېر نورو مرسته کوونکو هېوادونو یې دې ته وهڅول چې له دې ستونزې سره د مبارزې په موخه میلیاردونه ډالر ولګوي، چې ګټورتمام نشول.

په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ م کلونو کې، کله چې د کوکنارو کښت خپل اوج ته یعنی ۳۳۰ زره هکتاره ته ورسید، د افغانستان د بیارغونې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي سرمفتش (سیګار) په یو رپوټ کې وویل:‌ "د متحده ایالتونو، ایتلافي ملګرو او د افغانستان حکومت لخوا د نشه یې توکو سره د مبارزې هیڅ پروګرام، د کوکنارو د کښت یا د تریاکو په تولید کې د دوامداره کمښت لامل شوی نه دی. "

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین امریکا غږ ته وویل: "نړۍ غوښتل چې افغانستان دې [له نشه یې توکو سره مبارزه] وکړي او موږ دا کار وکړ. موږ به دغه کار ته تر هغه وخته پوري ادامه ورکړو ترڅو مو نشه یې توکې په بشپړه توګه له منځه نه وي وړي. "

خو بلخوا کارپوهان وايي، چې د کوکنارو پر کښت بنديز ښايي جدي کورنۍ ستونزې رامنځته کړي.

په افغانستان کې د نشه یي توکو په اړه برتانوي کتونکي او لیکوال ډیویډ منسفیلډ وايي: "د طالبانو د مشرتابه لخوا د نشه یي توکو د کښت منع کول او په ځینو لرې پرتو سیمو کې په زوره د کوکنارو د فصلونو له منځه وړل، په داسې حال کې چې هیڅ بدیل یې نه وړاندې کیږي، په کلیوالي سیمو کې د ناکراریو او په ځانګړې توګه له دغو سیمو څخه د طالبانو په لیکو د ګمارل شویو افرادو د ناخوښۍ خطر له ځان سره لري."

کارپوهان همداراز ټینګار کوي چې داسې نه ښکاري چې منزو‌ي شوي طالبان د نړیوالو بندیزونو او امنیتي ننګونو سره سره دې افغانستان د تل لپاره د نشه یې توکوو پر اقتصاد باندې د تکیې څخه خلاص کړي.

د سولې د انسټیټیوټ څخه ویلیم برډ وویل: "د کږکنارو د کرکیلې منع کول [د افغانستان اقتصاد] ته په کال کې نږدې یو میلیارد ډالره اقتصادي زیان رسوي. "

هغه زیاته کړه چې د کوکنارو د کرکیلې سخت ممنوعیت به د افغانستان کمزوري اقتصاد ته ناوړه پايلې ولري او خلک د کار او ګټې په لټه کې بهر ته د کډوالۍ لپاره اړ باسي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر شاهین ویلي: "موږ له نړیوالو د مرستې غوښتنه کړې ده."

خو دا ډول غوښتنې به بې ځوابه پاتې شي، ځکه له یوې خوا مرستندویه هیوادونه په افغانستان کې د طالبانو تش په نامه د جنسیتي اپارتاید رژیم محکوم وي او له بلې خوا د بشري حقونو ډلې وايي، چې طالبانو له ټولو عامه برخو څخه ښځې حذف کړي دي.

طالبانو په افغانستان کې له خپلې بیا واکمنۍ وروسته د ښځو او نجونو پر کار او زده کړو ډېر محدودیتونه وضع کړي دي. دغې ډلې نه یوازې په دولتي ادارو، غیردولتي موسسو او د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی، بلکې ښوونځیو، پوهنتونونو، پارکونو او حتی حمامونو ته یې هم له ورتګ منع کړی دی.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې ۹۵ سلنه تولید شوي نشه يي توکي د اروپا تور بازارونو ته ځي او په امریکا کې نږدې ټول غیر قانوني مخدره مواد د مکسیکو له لارې دغه هېواد ته واردیږي، خو بیا هم متحده ایالاتونه د ۲۰۲۱ کال تر ډسمبر پورې د ۹ میلیارده ډالره مرستې په ورکولو سره په افغانستان کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د پروګرامونو ستر تمویلونکی وو.

همدا راز په تیرو دوو کلونو کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نشه یې توکو سره د مبارزې نړیوال دفتر د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو له لارې د بدیل معیشت پروژو په تمویلو سره د نشه یې توکو پروړاندې مبارزې ته دوام ورکړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG