د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: زرګونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا (اوچا) وايي اوس مهال په دغه هیواد کې زرګونه بېځایه شوي کورنۍ بشري مرستو ته اړتیا لري.

دغه دفتر پرون جمعه ناوخته اګست ۲۰ (زمري ۲۹) په یو راپور کې ویلي چې د دوی د څېړنو له مخې د افغانستان په شمال او لوېديځو ولایتونو کې ۲۰۹۳۰ کورنۍ بېړنو مرستو ته اړتیا لري.

د اوچا د معلوماتو په اساس د افغانستان په شمال کې د وروستیو جګړو له امله ۴۵۵۰۰ کورنۍ بېځایه شوي. ملګرو ملتونو زیاته کړې چې د ناامنیو ترڅنګ وچکالي هم خلکو ته لوی ګواښ دی او له امله یې ګڼې کورنۍ له خپلو سیمو بېځایه شوي دي.

په بشري چارواکو کې د ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر زیاته کړې چې پر افغانستان د طالبانو تر ولکې وروسته دغه دفتر خپلې بشري مرستې بیرته پيل کړي او تر دا مهاله یې زرګونو بېځایه شوو کورنیو ته مرستې رسولي دي.

په افغانستان کې د وروستو جګړو له امله زرګونه کورنۍ له خپلو سیمو څخه بېځایه شوې او د کابل ترڅنګ ځینو نورو امن سیمو ته کډوالې شوې. ویل کیږي چې طالبانو کابل ته له را غلو کډوالو څخه غوښتي چې بیرته خپلو سیمو ته ولاړ شي.

د دغه کورنیو یو شمېر د کابل ښار د سرای شمالي په «ازادي» پارک او یو شمېر نورو بیا د کابل ښار د شهرنو په پارک کې اړولي دي.

د بشري مرستو د همغږۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې تیره اونۍ هم ویلي و چې په افغانستان کې د جګړو له امله شااوخوا ۳۹۰زره کورنۍ له خپلو سیمو څخه بېځایه شوي دي.

دغه دفتر همدارنګه ویلي چې د روانې میاشتې له پیل څخه بیا تر دا مهاله زرګونه افغانان له ایران او پاکستان څخه بیرته خپل هیواد ته ګرځېدلي دي او دغه بهیر اوس هم روان دی.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر ولکې ټینګولو وروسته ګڼ شمېر افغانانو په قانوني او غیر قانوني ډول له هیواد څخه د وتلو هڅې پيل کړي دي.

XS
SM
MD
LG