د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې روان کال ۸۷۷۳ افغان کډوال افغانستان ته شړلي ـ راپور


 لا هم ګڼ افغان پناه غوښتونکي اروپايي هېوادونو ته د تلو په نیت په ترکیه کې مېشت دي
لا هم ګڼ افغان پناه غوښتونکي اروپايي هېوادونو ته د تلو په نیت په ترکیه کې مېشت دي

د کډوالۍ نړیوال سازمان یا «IOM» وايي، د روان ۲۰۱۹ کال له جنورۍ میاشتې څخه بیا تر دامهاله له اروپايي هېوادونو او ترکیې څخه ۱۰۳۲۴ افغان پناه غوښتونکي خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

دغه سازمان نن جمعه د اګست پر۳۰مه د «وږې میاشتې پر۸مه» په یوې اعلاميې کې ویلي، چې په تېرو اتو میاشتو کې ۱۱۵۲ افغان پناه غوښتونکي له اروپايي هېوادونو څخه افغانستان ته پخپله خوښه ستانه شوي او یا هم ایستل شوي دي.

په دغه بیان کې ویل شوی، چې د یادو کسانو له جملې څخه ۴۸۲ افغان پناه غوښتونکي په دواطلبانه ډول خپل هېواد ته ستانه شوي او ۶۶۰ تنه نور له دغه سازمان سره له همغږۍ پرته ایستل شوي دي.

همدارنګه په تېرو اتو میاشتو کې له ترکیې څخه هم ۹۱۷۲ افغان پناه غوښتونکي افغانستان ته پخپله خوښه ستانه شوي او یا هم په زور ایستل شوي دي.

د کډوالۍ د نړیوال سازمان په راپور کې راغلي چې تر دا مهاله ۳۹۹ افغان پناه غوښتونکي له ترکیې څخه په خپله خوښه او ۸۷۷۳ نور په زور له هغه هېواد څخه افغانستان شړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت مخکې ویلي، چې له ترکیې او نورو اروپايي هېوادونو څخه یې غوښتي و چې د کوم مشخص دلیل پرته افغان پناه غوښتونکي ونه باسي.

د دغه وزارت د معلوماتو له‌مخې لا هم زرګونه افغان پناه غوښتونکي اروپايي هېوادونو ته د تلو په نیت په ترکیه کې مېشت دي.

XS
SM
MD
LG