د لاس رسي وړ اتصالات

ایران روان کال یونیم لک افغان کډوال افغانستان ته شړلي ـ راپور


د کډوالۍ نړیواله اداره یا «IOM» وايي، د روان ۲۰۱۹ کال له جنورۍ میاشتې څخه تر دامهاله له ایران څخه ۲ لکه۸۳ زره ۴۶۷ تنه افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

دغه سازمان ویلي، چې د یادو کډوالو تر نیمايي زیاته برخه یې په زوره له ایران څخه افغانستان ته شړل شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان نن جمعه د «اګست پر۲۳مه» پخپل راپور کې ویلي، چې د روان ۲۰۱۹ کال د جنورۍ له پیل څخه بیا تر دا مهاله یولک ۲۴زره ۶۹۶ افغان کډوال له ایران څخه په داوطلب او یولک ۵۸زره ۷۷۱ تنه یې په زوره خپل هېواد ته شړل شوي دي.

د «IOM» راپور وايي، چې د روانې اګست میاشتې له یوولسمې څخه بیا د یادې میاشتې تر ۱۷مې ۳۸۷۹ افغان کډوال له ایران څخه ایستل شوي، چې ۱۸۰۵ تنه یې په داوطلب او ۲۳۷۱ تنه یې په زوره ایستل شوي دي.

له ایران څخه د افغان کډوالو په ایستلو کې پر داسې مهال زیاتوالي راځي چې د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت چارواکو په وینا پر ایران د امریکا وروستیو اقتصادي بندیزونو او د بهرنیو اسعارو په وړاندې د ایراني تومن ټيټېدو په هغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو پر وضعیت هم منفي اغېز کړی دی.

دغه وزارت مخکې هم امریکا غږ ته ویلي و چې روان کال تر ټولو زیات افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د کډوالو نړیوال سازمان همدارنګه ویلي، چې د روان میلادي کال له پیل څخه تر دا مهاله له پاکستان څخه هم ۱۳۸۴۹تنه افغان کډول وتلي، چې ۱۱۴۱۴ تنه په خپله خوښه او ۲۴۳۵ تنه یې په زوره ایستل شوي دي.

د یاد راپور له مخې همدارنګه په دغه کال کې له اروپايي هېوادونو هم ۱۱۲۰ افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي چې ۴۷۰ یې د «IOM» په ملاتړ او پاتې ۶۵۰ یې د دغه سازمان له ملاتړ پرته هېواد ته ستانه شوي دي.

د دغه سازمان په راپور کې ترکیه هم تر ایران او پاکستان وروسته دریم هېواد بلل شوی چې په روان کال کې ۹۰۱۱۰ افغان کډوال ورڅخه هېواد ته ستانه شوي دي.

راپور وايي، چې د یادو کډوالو له ډلې ۳۶۹ یې پخپله خوښه او پاتې ۷۹۳۷ یې په زور ایستل شوي دي.

XS
SM
MD
LG