د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې سیلابونه: د مړو شمېر ۵۶ ته رسېدلی، ۲۵ نور ټپیان دي


پېښو ته د رسېدو په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت وايي چې په دغه هېواد کې د وروستیو سیلابونو له امله د مړو او ټپیانو په شمیر کې زیاتوالی راغلی دی.

د دغه وزارت ویاند احمد تمیم عظیمي د پنجشنبې په ورځ مې شپږمه (غويي ۱۶) امریکا غږ ته وویل د بارانونو ورښت د غويي له یولسمې پیل شوی چې له امله یې ویجاړوونکي سیلابونه راوتلي دي.

د عظمیي په وینا دغو سیلابونو په ۲۵ ولایتونو کې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

هغه زیاته کړه: "تراوسه کابو ۵۶ نفره شهیدان لرو، نږدې ۲۵ کسه ټپیان شوي دي او ۳۰ کسه نور ورک دي".

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند وویل چې د ورک شویو کسانو د موندلو لپاره عملیات پیل شوي دي او ورسره هم‌مهاله زیانمنو کورنیو ته د مرستې رسولو بهیر هم پیل شوی دی.

ښاغلي عظیمي ټینګار وکړ چې ولایتي کمېټې مکلف شوي ترڅو د احتمالي سیلابونو له امله د مالي او ځاني زیانونو کچې راټيټولو لپاره وقایوي پروګرامونه ګړندي کړي.

د افغانستان د ملي هوايي چلند ادارې په څه باندې شلو ولایتونو کې د سختو ورښتونو او د سیلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

دغې ادارې ویلي چې په بدخشان، تخار، کندز، بغلان،‌ سمنګان، کنړ، نورستان، پنجشېر، کاپیسا، پروان، کابل، میدان وردګ، غزني، بامیان، دایکندي، غور، فاریاب، جوزجان، سرپل او بلخ ولایتونو کې د ۱۰ نه تر ۳۰ ملي مترو پورې د ورښتونو اټکل کېږي.

XS
SM
MD
LG