د لاس رسي وړ اتصالات

د هند د وسله وال پوځ عمومي لوی درستیز د الوتکې غورځېدو پېښه کې مړ شو


د هند د وسله وال پوځ لوی عمومي درستیز
د هند د وسله وال پوځ لوی عمومي درستیز

د هند د دفاع وزیر وايي چې د دغه هېواد د وسله وال پوځ عمومي لوی درستیز بپین راوت د هیلیکوپتر د غورځېدو په پېښه کې مړ شوی دی.

په دغه پېښه کې ۱۲تنه نور هم مړه شوي‌ دي. په مړو کې د لوی درستیز مېرمنه هم شامله ده.

چارواکي‌ وايي د دوی هیلیکوپتر نن چهارشنبه ډسمبر ۸ (لېندۍ ۱۷) د هند په جنوبي ‌ایالتتامېل نادو کې غورځېدلې ده. په هیلیکوپتر کې۱۴تنه سپاره وو چې یو تن یې ژغورل شوی دی.

د هند د دفاع وزیرراجنات سینګ په خپل ټویټر کې پر دغې پېښې د خواشینۍ د څرګندولو تر څنګ لیکلي دي: « د هغه [راوت] ناببره مړینه زموږ د هېواد د وسله وال پوځ لپاره نه جبرانېدونکې ضایعه ده.»

د تامېل نادو یو چاروکي اس پي امریت ویلي‌ دي چې د ژغورنې ډلې د هیلیکوپتر یو کس ژغورلی او روغتون ته یې انتقال کړی دی.

د دغې پېښې علت لا معلوم نه دی او هندي چارواکي وايي چې په اړه پلټنې کوي. د هند دولتي خبري اژانس راپور ورکړی دی چې د مۍ-۱۷هیلیکوپتر د تامیل نادو له یو هوايي ډګر څخه پرواز کړی و او یوې نظامي اکاډمۍ ته روان و.

د هند په سیمه ایزو تلویزونونو کې ښودل کیږي چې له سقوط شوې هیلیکوپتر څخه لوګي پورته کیږي. لوی درستیز راوت ۶۳کلن و، د هند د پوځ تر ټولو لوړ پوړی چارواکی او د دفاع د وزیر مشاور و چې د دغه هېواد د وسله والو ځواکونو د کارونو د هماهنګۍ او انسجام مسئولیت یې لره.

هغه په ۱۹۷۸کې د هند په پوځ کې داخل شو او د هند له صدراعظم نریندرا مودي سره یې نژدې اړیکې درلودې.

XS
SM
MD
LG