هند او ایران د دوشنبې په ورځ، مې ۱۳ (غوايي ۲۴مه) یو داسې تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې نه یوازې د ایران د چابهار بندر په پرمختللی توګه تجهیز او سمبال شي، بلکې د نړۍ پنځم اقتصادي ځواک، هند به هم و کولای شي چې د لسو کلونو لپاره دغه بندر ته لاسرسی ولري.
د ایران د لویو لارو او ښار جوړونې وزارت په دې اړه ویلي، چې ددغه تړون پر بنسټ به د هند د "آی پي جي ایل" شرکت د چابهار بندر ته د ستراتیژیکو تجهیزاتو د برابرولو او د ترانسپورتي زیربناو د پراختیا په برخه کې ۳۷۰ میلیون ډالر پانګونه وکړي.
د ایران دولتي خبري اژانس (ایرنا) د خبر له مخې، دغه تړون د ایران د لویو لارو او ښار جوړونې وزیر، مهرداد بذر پاش او د هند د بندرونو، بار وړلو او او کښتۍ چلولو وزیر، سربانندا سونوال په چابهار بندر کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې لاسلیک کړ.
د دغه تړون د لاسلیک په مراسمو کې سونوال، چابهار یو ارزښتناک ترانزیتي بندر وباله چې د نوموړي په خبره، هند له افغانستان او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره نښلوي. هغه وویل: "افغانستان له ډېرو ستونزو سره مخامخ و او دی، خو موږ وکولای شو چې ۸۵ زره ټنه غنم او ۲۰۰ ټنه بشري مرستې د چابهار بندر له لارې دغه هېواد ته ولېږدوو."
د ایرنا خبري اژانس، د شمال-جنوب په دهلیز (کوریډور) کې د نړیوال ټرانسپورټي موافقې د اهدافو د تطبیق لپاره د دواړو خواوو همکاري، د ایران، هند او افغانستان ترمنځ د درې اړخیزه ترانزیتي همکاریو د پراختیا او همدارنګه په منځنۍ اسیا کې د ایران او هند ترمنځ د ټرانسپورټ د څو اړخیزو همکاریو پراختیا، دې تړون د مهمو اهدافو په توګه یاد کړي دي.
یاده دې وي چې نوی ډهلي په ۲۰۱۶م کال کې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره خپلې سوداګرۍ د پراختیا په موخه د چابهار بندر د پراختیايي پروګرامونه د تمویل سره موافقه وکړه، خو پر ایران د امریکا د بندیزونو له امله چې په ۲۰۱۸ کال کې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې لخوا له سره ونیول شول، په دې برخه کې کوم عملي کار تر سره نشو.
د ایران د لویو لارو او ښار جوړونې وزیر له هند سره ددغه نوي تړون لاسلیک "د دوه اړخیزو او سیمه ییزو سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د پراختیا په برخه کې یو مهم ګام" بللی ویې ویل چې، ایران په هند بشپړ باور لري او د دغه تړون لاسلیک د نوي ډهلي او تهران ترمنځ د دوامداره باور او ارزښتناکې ملګرتیا نښه ده.
چابهار بندر د ایران تر ټولو لوی سمندري بندر دی، چې د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ته د هند دروازه ګڼل کېږي.
د دې مقالې معلومات د فرانس پرس او ایرنا خبري اژانسونو له راپورونو څخه اخیستل شوي.
فورم \ دبحث خونه