د لاس رسي وړ اتصالات

ایران او روسیې د یوې سترې ټرانسپورټي شبکې د جوړولو تړون لاسلیک کړ


عکس- آرشیف
عکس- آرشیف

ایران او روسیې نن چهارشنبې د مې ۱۷ (غوايي ۲۷) د شمال - سویل ترانسپورټي دهیلز یا کریډور د وروستۍ برخې د جوړولو تړون چې روسیه د فارس خلیج او هند سره نښلوي، لاسلیک کړ.

دغه ټرانسپورټي دهلیز کې چې ۷۲۰۰ کیلومتر اوږدوالی لري، د روسیې، اذربایجان، ایران او هند ترمنځ د توکو د لیږد رالیږد په موخه د بیړیو ، ریل ګاډو او لاریو، لوې لارې شاملې دي.

همدا راز په دغه تړون کې چې د ایران په پلازمینه تهران کې لاسلیک شو، د ایران او اذربایجان ترمنځ د "استارا "سرحد او د ایران په شمال کې د رشت ښار ترمنځ د ۱۶۴ کیلومتره اورګاډي پټلۍ په جوړولو کې د روسیې او ایران همکاري شامله ده.

د ایران د ټرانسپورټ وزیر مهرداد بذرپوش وویل، د رشت-استارا ریل پټلۍ د جوړولو بهیر چې د شمال – سویل کریډور یوازینۍ پاتې برخه وه، پیل شوې او په راتلونکو دریو کلونو کې به یې چارې بشپړې شي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د دې تړون د لاسلیک په مراسمو کې وویل چې یاد کریډور به سیمه ییزې سوداګری ته وده ورکړي. نوموړي زیاته کړه: "نن په هغه هوډ سره چې ددغه دهلیز د بشپړولو لپاره شتون لري ... دغه لویه پروژه د جوړیدو په حال کې دی."

د ایران ولسمشر همدا راز وویل چې له روسیې سره په اړیکو کښې د پام وړ ظرفیت شتون لري. هغه وروستۍ تړون د ایران د اسلامي جمهوریت او د روسیې ترمینځ د ملګرتیا په لاره کښې یو مهم ستراتیژیک ګام وباله.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین، چې د ویډیو کنفرانس له لارې په دغو مراسمو کې خبرې کولې، د مسکو او تهران لپاره د نویو دندو او پانګونې په چوکاټ کې د "څرګندو اقتصادي ګټو" ستاینه وکړه.

د ایران دولتي آژانس ایرنا د هغه هېواد د ټرانسپورټ وزیر مهرداد بذرپوش له قوله لیکلي د چابهار بندر چې د عمان سمندرګۍ په شمالي برخه کې د ایران یوازینی سمندري بندر دی، په راتلونکي کې به له هند څخه افغانستان ته د سوداګریزو توکو په لیږد رالیږد کې مهمه ونډه ولوبوي.

هغه زیاته کړه: "د ریل پټلۍ دا لاره به په حقیقت کې د منځنۍ اسیا هېوادونو او افغانستان لپاره د چابهار بندر له لارې نړیوالو ازادو اوبو ته د لاسرسي تر ټولو اسانه لار وي."

XS
SM
MD
LG