د لاس رسي وړ اتصالات

هند خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې کاناډا ته د سفر پر مهال احتیاط وکړي


د هند حکومت د چهارشنبې په ورځ سپټمبر ۲۰(وږي ۲۹مه)‌ د هغه هیواد اتباعو په ځانګړي توګه محصلینو ته خبرداری ورکړ که چیرې کاناډا ته سفر کوي او يا په دغه هېواد کې د پاتې کېدو پلان لري، نو له "ډیر احتیاط" څخه کار واخلي.

د اوتاوا او نوي ډهلي ترمنځ کړکیچ وروسته له هغه راپورته شو چې د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو، هند په کاناډا کې د سیک فعال هردیپ سینګ نیجار په وژنه کې په لاس لرلو تورن کړ، خو هند دا تور رد کړی او هغه یې "بابیزه" بللی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې وویل: "ګواښونه په ځانګړي ډول ډپلوماتانو او د هندي ټولنې هغه برخو ته ځیر دی، چې د هند ضد اجنډا سره مخالفت کوي."

اعلامیه کې همداراز ویل شوي: "په کاناډا کې د مخ پر خرابیدونکي امنیتي وضعیت ته په کتو سره، هندي محصلینو ته په کلکه لارښوونه کیږي چې ډیر احتیاط وکړي."

د کاناډا د نړیوالو زده کړو د احصایو له مخې، تیر کال، هنديانو د کاناډا په پوهنتونونو او تعلیمي موسسو کې د بهرنیو زده کونکو شاوخوا ۴۰سلنه جوړوله.

جسټن ټروډو د سه شنبې پر ورځ (سپټمبر ۱۹مه) د دغه هېواد په پارلمان کې وویل، چې د کاناډا امنیتي ادارې د هغو معتبرو تورونو په لټه کې دي چې د نیجار د وژنې او د هند د حکومت تر منځ احتمالي تړاو په ګوته کوي.

هغه وویل: "د کاناډا په خاوره کې د یو کاناډايي په وژلو کې د هر بهرني هېواد ښکېلتیا د منلو نه ده او زموږ د ځمکنۍ بشپړتیا څخه سرغړونه ده."

خو د هند حکومت ددې پيښې له پیل راهیسې دا تورونه رد کړي دي. د هند د بهرنۍ استخباراتي ادارې پخواني مشر، د پریس ټرسټ اف انډیا ورځپاڼۍ ته وویل: "اجازه راکړئ چې روښانه یې ووایم... موږ دا ډول کارونه پسې نه ځو ... موږ د چا د ترور هڅه نه کوو."

په کاناډا کې د اوږدې مودې لپاره د یو شمیر هندي سیک بیلتون غوښتونکو مشرانو شتون ته په اشارې سره، د هند صدراعظم نریندرا مودي وايي، چې اوتاوا هغو ترهګرو ته پناه ورکړې چې غواړي د هند پنجاب ایالت د خالستان په نوم په یوه خپلواکه ایالت بدل کړي.

مخکې له دې چې نیجار د جون په میاشت کې د کاناډا د بریټش کولمبیا په ونکور ښار کې ووژل شي، نوموړی د هند حکومت لخوا د وژنې په تور محاکمه شوی و، خو بلخوا کاناډا ویلي وو، چې نیجار په هیڅ هیواد کې ترهګریز عمل نه دی کړی.

نیجار هغه مهال ووژل شو چې غوښتل یې په هند کې د سیکانو لپاره د یوه خپلواک دولت په اړه غیر رسمي ټولپوښتنه پیل کړي.

هند اندیښنه لري چې په کاناډا کې د خالستان پلوه سیاسي فعالیتونه به په هند کې دننه خوځښتونو ته وده ورکړي. د مودي حکومت تل له کاناډا څخه غوښتي چې د خالستان پلوه بېلتون غوښتونکي وځپي.

د ۲۰۲۱ م کال د احصايې له مخې، کاناډا کې څه باندې ۷۷۰ زره سیکان ژوند کوي چې د دې هیواد د وګړو دوه سلنه کیږي.

په ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ لسیزو کې بېلتونپالنه او د خالستان ایالت د رامنځته کولو مبارزه په هند کې د خونړي بغاوت لامل شوه چې په کې د لوړ پوړو هندي چارواکو په ګډون زرګونه کسان ووژل شول، خو دا غورځنګ اوس په پنجاب کې لږ ملاتړ لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG