د لاس رسي وړ اتصالات

د هند نوي میزایل کولای شي چین په نښه کړي


د هند نوی اوږد واټن ویشتونکی میزایل د پاکستان هر سیمه په نښه کولای شي
د هند نوی اوږد واټن ویشتونکی میزایل د پاکستان هر سیمه په نښه کولای شي

هند خپل څلورم اوږد واټن ویشتونکی میزائیل چې Agni-V نومیږي، په برالیتوب سره وازمایه.

دغه توغندي د اټومي سرگلولو د لیږدولو توان لري او کولای شي چې په ٥٠٠٠ کیلو میترۍ کې خپل اهداف وولي. په دې توگه اوس هند کولای شي د چین شمالي سیمې په نښه کړي.

دغه له ځمکې څخه ځمکې ته میزایل چې ۱۷،۵ میتره اوږد او ۵۰ ټنه وزن لري د دوشنبې په ورځ د ارویسا ایالت په عبدالکلام ټاپو کې وازمایل شو او د استرالیا اوبو ته نژدې په آرام سمندر کې پریوت.

په نوي ډهلي کې میشت د د دفاعي څیړنو د انستیتوت څیړونکی اجی لی لی، وایي دغې ازموینې وښودله چې د Agni-V میزایلونه فعاله دي.

د Agni-V د لومړي نسل میزایلونو په تیره یوه لسیزه کې وده کړې کولای شي د هند د سیال هیواد پاکستان هره سیمه په نښه کړي. هند او پاکستان درې ځلې جگړې کړي دي او دواړه هیوادونه په اټومي وسلو سمبال دي.

د دفاعي چارو څیړونکي وایي د Agni-V اوږد واټن ویشتونکي میزایلو ته داسې وده ورکړل شوی چې هند، چین هم وڅاري ځکه نوی ډهلی چین هم ځانته د یو گواښ په توگه گڼي.

په ۱۹۶۲ میلادي کې هند او چین د لنډې مودې لپاره په جگړه کې گیر شول. د همالیا په سرحدي سیمو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ شخړه چې لا هم نه ده حل شوی ددې جگړې دلیل و. له دې سربیره نوی ډهلی د چین او پاکستان ترمنځ د اړیکو د نژدیوالي په خاطر له احتیاط نه کار اخلي او هڅه کوي چې د هند په سمندر کې خپل نفوذ پراخ کاندي.

دغه نوی میزایل هند ته ددې چانس ورکوي چې د سیمه ییز ځواک په توگه پرمخ ولاړ شي. په اوس کې یواځې چین، فرانسه، روسیه، متحده ایالات او بریتانیا اوږد واټن ویشتونکي وسلې لري چې د اټومي سرگلولو د لیږدولو توان لري.

د اټومي چارو پوهانو ویلي دي چې د هند په دغه نوي Agni-V میزایل کې له داسې تکنالوژۍ نه استفاده شوی چې میزایل ته پرې لارښونه کیدای شي.

د هند مشرانو په بري سره ددې میزایل د ازمایلو هرکلی کړی دی. د هند صدراعظم نرندرا مودي په خپل ټویټر پاڼه کې په بریالیتوب سره ددې میزایل د ازمایلو په خاطر د خپل هیواد پوهانو ته مبارکي ورکړې او ټینگار یې کړی دی چې دغه بریا هر هندي وگړی سرلوړی کوي.

ښاغلي مودي په خپل ټویټر کې لیکلي دي "دغه برالۍ ازموینه، زمونږ ستراتیژیک دفاعي قدرت خورا زیات غښتلی کوي".

دغه میزایل له یوې متحرکې وسیلې نه ویشتل کیږي او د هند پوځي ځواکونو ته ددې توان ورکوي چې دغه شان میزایلونه په اسانۍ سره له یو ځای نه بل ځای ته انتقال او وکاروي.

خو د دفاعي چارو څیړونکی لی لی، وایي چې د هند اټومي دکترین ټینگار کوي چې خپله اټومي وسله لومړی استعمال نه کړي.

هغه وایي هند په پوره اندازه اټومي مهمات لري، کچیرې څوک پرې په اټومي وسلو حمله وکړي کولای شي چې په زغرده یې ځواب ووایي.

XS
SM
MD
LG