د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان په یو جنګ نه اصلاح کیږي- مودي


د هند صدراعظم نریندرا مودي د نوي کال په مناسبت په یوې مرکې کې ویلي دي چې دا فکر کول سم نه‌دي چې پاکستان به ژر اصلاح شي، هغه وویل چې پاکستان به په اصلاح کېدو کې وخت ونیسي.

ښاغلي مودي یو هندي ټلوېژون «ای. این. آی» ته په مرکې کې وویل چې په پاکستان به فشار ته دوام ورکړي، هغه زیاته کړه چې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره دغه فشار که په پاکستان کې دننه د ترهګرو په نښه کول وي او که یا په بله کچه وي خو هغوی به یې جاري وساتي.

مودي وویل چې هند هیله لري چې د ګاونډي ملک پاکستان سره ښه اړیکې ولري، خو زیاته یې کړه چې پاکستان د ترهګرۍ نه لاس نه اخلي او په خپل چلند کې بدلون نه راولي.

مودي وویل چې که د هندوستان د ویشل کېدو جنګ و او که د ١٩٦٥ کال جنګ، خو دا تمه کول چې پاکستان به د یو جنګ سره اصلاح شي، یو ناسم فکر دی.

نریندرا مودي د کال په لومړنۍ ورځ د پاکستان په اړه ټویټونه هم وکړ.

مودي په خپل ټویټ کې خپله خبره تکرار کړه چې پاکستان په جنګ نه اصلاح کېږي.

هغه په یو بل ټویټ کې ولیکل چې په هند کې د هغه مخالفین چې له پاکستان سره جنګ غواړي، د پاکستان ډول رویه کوي.

پاکستان او هند د برتانیې نه د ازادۍ ترلاسه کولو وروسته درې جنګونه کړي دي او تروسه پورې ېې اړیکې خرابې دي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG