د لاس رسي وړ اتصالات

په امرتسر کې د جلال آباد د بمي چاودنې قربانیانو ته دعا وشوه


د داعش ډلې په جلال اباد کې پر سیکهانو د برید مسؤلیت اخستی
د داعش ډلې په جلال اباد کې پر سیکهانو د برید مسؤلیت اخستی

د امرتسر په ښار کې د سیکهانو په تر ټولو ستر مذهبي ځای، طلايي مندر یا ګولډن ټیمپل کې د دوشنبې په ورځ (جولای۲) ګڼ شمېر خلک د غمرازۍ لپاره راټول شوي وو.

په هند کې د درمسالونو یوې نامتو کمیتې د ننګرهار برید په کلکو ټکو وغانده او له افغان حکومت څخه یې غوښتي چې د مذهبي لږکیو امنیت وساتي.

ګولډن ټیمپل/ طلايي درمسال د هند په امرتسر کې دی
ګولډن ټیمپل/ طلايي درمسال د هند په امرتسر کې دی

په هند کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي په جلال آباد کې چاودنه د افغانستان پر مذهبي آزادیو برید بللی دی او رسنیو ته یي ویلي چې دا برید د افغانستان په مذهبي آزادیو، دیموکراسۍ، مختلف میلیتي ټولنې او ملي پالیسو برید دی.

د هند صدراعظم نرېندار مودي هم د ننګرهار پيښه غندلې ده. صدراعظم مودي ویلي هیواد یې پدغه حساس وخت کې چمتو دی چې د افغانستان د حکومت سره همکاري وکړي.

په امرتسر کې دوعا
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:30 0:00

د دوشنبې په ورځ په ختیځ ولایت ننګرهار کې ګڼ شمیر سیکهانو او هندوانو د خپلو وژل شویو خپلوانو جنازې وکړې او د حکومت نه يي د خپل امنیت د تامین غوښتنه کوله.

د یکشنبې په ورځ په جلال اباد ښار کې د سیکهانو او هندوانو په یوې ډلې چې په وینا يي د جمهور رئیس اشرف غني لیدو ته ورتلل، په عمومي سرک پرې ځان مرګی برید وشو، لږترلږه ۱۹ کسان پکې ووژل شوو او ۲۱ نور ټپیان شوو. په وژل شویو کې راتلونکو پارلماني ټاکنو کې کاندید اوتارسنګهـ هم شامل دی.

XS
SM
MD
LG