د لاس رسي وړ اتصالات

د هند په کشمیر دره کې دودیز لاسي صنعتونه د ورکېدو په حال کې دي


د هند تر ولکې لاندې کشمیر دره په خپلو ځانګړو لاسي صنایعو مشهوره ده، خو د موسیقۍ د الاتو او له بوټو د درملو جوړولو په څېر ځینې صنعتونه یې اوس د ورکېدو په حال کې دي.

د پیړیو راهیسې، ددې سیمې خلکو له هغو کسانو څخه مهارتونه زده کړل چې سیمې ته د اسلام له راتګ وروسته له منځنۍ اسیا څخه راغلي وو.

د هندي کشمیر د مرکز سرینګر په زایناکډدل سیمه کې د جهلم سیند پر څنډه یو ۴۰۰ کلن کارځای په سیمه کې د دودیزې موسیقۍ په ساتلو او بډایولو کې مهم رول لوبولی دی.

هنرمند غلام محمد زاز دلته د موسیقۍ تاري الات جوړوي. هغه دا کار د پنځوسو کالو راهیسې کوي او خپل پلارنی میراث پالي. د هغه کورنۍ په سیمه کې د دودیزې موسیقي د الاتو په جوړولو مشهوره ده.

کشمیر د لاسي صنعتونو د ماهرانو په لرلو مشهور دی، چې په ۱۴مه پیړۍ کې د مرکزي آسیا نه ورغلي وو. خو له اوو پېړيو وروسته په دغه سيمه کې د ماشينونو د پراخې کارونې او د دوديزو طریقو سره د لېوالتیا د کمېدو له امله، د لاسي صنعتونو د کمښت سره مخ ده.

د کوزګر کورنۍ یوه له هغو څخه ده چې د خپل پلارنی کاروبار د له منځه تللو سره مخامخ دي. ویل کېږي چې شاوخوا ۵۰۰ کاله وړاندې د عثماني امپراتورۍ څخه کشمیر ته کډوال شوي، کوزګران د بوټو نه د درملو په جوړولو کې ماهر وو.

خو د درملو په پلورلو کې د کمښت له امله د هټۍ اوسنی مالک عبدالعزیز کوزګر خپل کاروبار د پخوانیو تخنیکونو په کارولو سره د ګلابو نه د اوبو تر ایستلو پورې محدود کړی دی. تاریخپوه ظریف احمد ظریف وايي: "یوازې یو سړی پاتې دی او د میراث یو څو نښې، په شمول د لوښو، جامو او بوتلونو. هټۍ یې اوس یو موزیم ته ورته ده."

غلام محمد واني،د شړشمو نه د تېلو ایستلو هغه ورځې یادوي چې په جنوبي کشمیر کې د هغه په ښار کې دود وو. د یوې لنډې مودې لپاره، واني د نورو مسلکونو هڅه وکړه ځکه چې د تیلو استخراج هغه ته کافي پیسې نه ګټلې. خو بالاخره، هغه د تېلو د استخراج د لاسي صنعت سره د مینې له خاطره بیرته خپل دغه کسب ته راستون شو.

نن ورځ، هغه هره ورځ یوازې یو څو پیرودونکي لري، ځکه چې خلک په بازار کې موجود د مشهورو برانډونو محصولات غوره کوي.

غلام محمد واني وايي: "زما کورنۍ له ما څخه غوښتنه کوي چې دا کار پریږدم، مګر زه دوی ته وایم چې که زه وکولی شم د ورځې دوه ډالر وګټم دا به زما لپاره د سوداګرۍ پرمخ وړلو لپاره کافي وي."

د دغو صنعتونو د ساتنې لپاره حکومت یا ټولنې هیڅ هڅه نه ده کړې. ځایي کارپوهان پر حکومت غږ کوي چې له خطر سره مخامخ لاسي صنعتونو د بیا ژوندي کولو لپاره دې ګامونه پورته کړي.

XS
SM
MD
LG