د لاس رسي وړ اتصالات

د پسرلي په رارسیدو سره د پولیو د کمپاینونو لړۍ زیاتیږي- روغتیايي مسؤولین


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د کندز ولایت یو شمېر اوسېدونکي په دې باور دي چې د پولیو کمپاین باید مخکې له دې چې هوا توده شي، د احتمالي ګواښونو د له منځه وړلو لپاره عملي شي.

د افغانستان په شمال کې په وروستیو کلونو کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې او روغتیايي چارواکي هڅه کوي چې د پولیو پر وړاندې په روانه مبارزه کې بریالي شي څو هیڅ ماشوم د پولیو په وژونکي ناروغۍ اخته نه شي.

یو شمیر روغتیاپالان بیا د هوا په ګرمېدو سره د احتمالي ګواښونو خبره کوي او د دوی په وینا، د پولیو ویروس په ګرمه هوا کې تر ډېره وده کوي.

په کندز ولایت کې د ماشومانو د برخې متخصص، حضرت علي قمرزي امریکاغږ سره د خبرو پرمهال وویل چې د موسم په بدلېدو او د هوا په ګرمېدو سره به د ګوزڼ ویروس سرایت مومي او باید ټولو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین تطبیق شي.

نوموړي زیاته کړه چې د دې ویروس د مخنیوي لپار دې روغتیایي چارواکي د کمپاینونو سربیره د عامه پوهاوي برنامې هم پلې کړي.

قمرزي وویل: "باید کور په کور کمپاینونه پلي شي ځکه په تېرو څو لسيزو کې وطن کې ناامنۍ او بدبختۍ زیاتې وې خو اوس تر ډېره پورې امن رامنځته شوی، نو باید د کمپاينونه ترڅنګ د راډيو او ملا امامانو له لارې خلکو ته عامه پوهاوی هم ورکړل شي."

د کندز ولایت اوسېدونکې، ثریا بیا له مسؤولینو غوښتنه لري چې د هوا په ګرمېدو سره دې ټول لازم تدابیر په پام کې ونیسي او دې برخې ته دې ځانګرې پاملرنه وکړي.

نوموړې وویل: "پولیو یوه خطرناکه ناروغي ده، که څه هم زه یې په تاوان پوهیږم او خپله لور مې هر کمپاین کې واکسین کوم، خو بیا هم ډاریږم چې په ګرمۍ کې واکسینونه رانشي او لور مې په پولیو مرض اخته نشي."

د کندز د عامې روغتیا ریاست د کتلوی معافیت مسؤول، ډاکټر غلام جیلاني عطایي امریکا غږ ته وویل چې د پولیو ویروس د محوه کولو لپاره ځانګړي پلانونه لري او له مخې به یې د هوا په ګرمېدو سره پلي کړي.

عطايي وویل: "د هوا په ګرمېدو سره زموږ يوازينی هدف دا دی چې هر هغه ماشوم ته چې عمر يې له پنځو کلونو ټيټ وي د رضاکارانو لخوا ورته دوه څاڅکې واکسين تطبيق شي."

نوموړی له کورنیو غواړي چې د صحي کارمندانو سره دې په خپلو سیمو کې کومک وکړي او خپل د پنځو کلونو ټيټ ماشومان دې د واکسین لپاره رضکارانو ته حاضر کړي.

د یادونې وړ ده چې د روان میلادي کال د فبروۍ میاشتې په ۲۶ نېټه د یونسیف په ملاتړ د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین پیل شوی چې ټول هغه کم عمره ماشومانو ته به څاڅکي ورکړل شي چې د پولیو ویروس تر اغېز لاندې وي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG