د لاس رسي وړ اتصالات

اندونیزیا کې د افغان ښځو د تعلیم په اړه نړیوال کنفرانس؛ د ښځو په زده کړو ټینګار وشو


د اندونیزیا د بالي په ښار کې د افغان ښځو د تعلیم څخه د ملاتړ نړیوال کنفرانس
د اندونیزیا د بالي په ښار کې د افغان ښځو د تعلیم څخه د ملاتړ نړیوال کنفرانس

د اندونیزیا د بالي په ښار کې د پنجشنبې په ورځ ډسمبر اتمه (لیندۍ ۱۷) د افغان ښځو د تعلیم څخه د ملاتړلپاره د یو نړیوال کنفرانس برخه والو افغانستان کې یوې تلپاتې سولې، ثبات او سوکالۍ ته د رسېدو لپاره د ښځو د تعلیم پر اهمیت ټینګار وکړ.

ددغه کنفرانس بندوبست د اندونیزیا او قطر له خوا شوی و. په لسو مادو کې د کنفرانس په خپور شوي پریکړه لیک کې افغانستان کې د تل پاتې سولې د ټینګیدو لپاره په بین الافغاني خبرو هم ټینګار شوی او په ټولنه کې د ښځو ونډه ډیره مهمه ګڼل شوې ده.

د دې کنفرانس ګډو‌نوالو ویلي، چې د طالبانود حکومت له‌خوا په افغان نجونو او ښځو وروستیو لګول شویو محدویتونو او بندیزونو پر هغوی ناسمې اغېزې کړي دي.

په دې پریکړه لیک کې له طالبانو غوښتل شوي، چې د افغان ښځو او نجونو د ژوند د ښه کیدو او د زده کړو د حق په ګډون د هغوی د اساسي حقونو د خوندیتوب په برخه کې دې اړین ګامونه واخلي.

د طالبانو حکومت لا د بالي د کنفرانس د غوښتنو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دمخه ویلي و، چې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره د طالبانو د حکومت هڅې لا هم دوام لري.

په دې کنفرانس کې د کوربه هیواد اندونیزیا او قطرسربیره د امریکا او پاکستان د استازو په ګډون د شلو هېوادونو او سازمانونو استازو برخه اخیستې وه.

په دې کنفرانس کې د طالبانو د حکومت کوم استازي برخه نلرله. خو د یوې غیر حکومتي موسسې مشرې پښتنه درانۍ وايي، چې په دغه کنفرانس کې یې د څارونکي په توګه برخه اخیستې وه.

میرمن درانۍ د خپل ټویټر په پاڼه لیکي چې په دغه کنفرانس کې د شاملو اسلامي هیوادونو استازو افغانستان کې ژر د نجونو د ښوونځیود پرانیستلو غوښتنه وکړه او ځینو یې د دولسم ټولګي څخه فارغو شوو نجونوته د نورو زده کړو لپاره د سکالرشپونو د برابرولو ژمنې هم وکړې.

د سیاسي چارو ځینې افغان کارپوهان د افغانستان په اړه د نړیوالو کنفرانسونو جوړیدل ددغه هیواد د اړتیاو د معلومولو او د افغانانو ستونزو ته د نړیوالو د پام د اړولو لپاره مهم ګڼي، خو دننه په افغانستان کې د دغسې کنفرانسونو د پریکړو عملي کیدل یو ستونزمن کار ګڼي.

د سیاسي چارو او د ښځو د حقونو یوه فعاله فروزان داودزۍ وايي، چې د طالبانو حکومت باید نجونو ته د تعلیم لازم شرایط برابرکړي. میرمن داودزۍ د اندونیزیا څخه چې ددغه کنفرانس په جوړولو سره یې د افغان ښځو غږ اوچت کړی او د طالبانو له حکومت یې غوښتي چې ژر ترژره دې د نجونو ښوونځي پرانیځي مننه وکړه.

د سیاسي چارو یو کارپوه طارق فرهادي دننه په افغانستان کې د دغسې کنفرانسونو د غوښتنو او پریکړو عملي کیدل مشکل کار ګڼي. خو د اندونیزیا او قطر له خوا د نجونو د تعلیم په اړه د کنفرانس د جوړیدو د د ګډ نوښت ستاینه کوي.

ښاغلي فرهادي وویل: "متاسفانه له افغانستان څخه ما کوم استازی هلته ونه لیده، چې دا کنفرانس د افغانستان په دننه کې یو اغیز ولري مثلا یو کاري پلان چې جوړیږي باید د افغانستان په دننه کې اجرا شي".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجسنبې په ورځ د خپل ټوېټر په پاڼه لیکلي، چې ښاغلي زرداري افغانستان کې د ښځو او نجونو د تعلیم پر اهمیت ټینګار وکړ.

دا کنفرانس په داسې حال کې جوړ شوی، چې طالبان افغانستان کې بیا واک ته د رسیدلو شاوخوا ۴۵۰ ورځو په تیریدو لا هم د نجونو ښوونځي تړلي دي.

XS
SM
MD
LG