د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما: افغان میرمنې د خپلو حقونو خوندیتوب لپاره طالبانو سره د ډیالوګ غوښتنه کوي


د ملګري ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر "UNAMA" وايي، چې په روانه اونۍ کې یې له سلو څخه د زیاتو افغان میرمنو له استازو سره کتلي او هغوی ورسره د پریکړو د نیولو بهیر کې د ښځو په معنی لرونکي ګډون، د تاوتریخوالي څخه د خوندیتوب، زده کړو او کار ته د لاس رسي او د عدالت په باب خپل نظریات شریک کړي دي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر "UNAMA" د جمعې په ورځ نومبر ۱۸ (لړم ۲۷) په یو راپور کې ویلي، چې افغان میرمنو په دې مسلو د 'نړیوالې پرانیستې ورځې' په مناسبت چې د ملګروملتونو د امنیت د شورا د ښځو، سولې او امنیت په اړه د ۱۳۲۵ نمبر پریکړه لیک ۲۲مه کلیزه هم ده د افغانستان په مختلفو ښارونو کې ددې ورځې د نمانځې په غونډو کې خبرې کړي دي.

"ښځو په کابل کې د ملګروملتونو څخه وغوښتل، چې د طالبانو د سرپرست حکومت او دوی ترمنځ په یوه ازاده فضا کې د یو ډیالوګ د پیلولو په برخه کې ورسره مرسته وکړي، ترڅو ښځو ته د اقتصاد او تعلیم په برخو کې د فرصتونو په زیاتیدو کې مرسته وکړي او هم د ښځو اساسي حقونو په بیرته احیا کولو او د جنسیت په برخه کې د لاس ته راوړنو ساتنه وکړي".

د یوناما د راپور له مخې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي مرستیال مارکوس پوتزل دغسې یوې غونډې ته ویلي، "تاسو چې د کومو ګواښونو سره مخ یاست مونږ یې وینو او ستاسو په څیر مونږ هم باور لرو چې بدلون ممکن دی. مونږ په پرله پسې ډول چارواکو ته د یو دولت د مسولیتونو په اړه چې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو کنوانسینونو غړیتوب لري یادونه کړې ده ".

د ملګروملتونو دغې ادارې د راپور له مخې له سلو زیاتو ښځو ، چې د مختلفو سیمو، او د مختلفو قومونو او ادارو څخه یې استازیتوب کاوه، د ملګروملتونو د امنیت د شورا د ۱۳۲۵ نمبر پریکړه لیک د ګډون، خوندیتوب، مخنیوي او مرستو او احیا په باب په دغو پراخو بحثونو کې برخه لرله.

یوناما وايي ددغو بحثونو په پایله کې نړیوالې ټولنې، د طالبانو حکومت او ښځو ته د سپارښتنو یو لیست هم برابر شوی دی.

په دغو سپارښتنو کې یو یې ملګروملتونو ته د طالبانو د چارواکو سره د یو ډیالوګ زمینه برابرول و. دوهمه سپارښتنه د ملګروملتونو څخه د اړیکو لپاره د یو داسې میکانیزم رامنځ ته کیدل و، چې ښځو ته ددې امکان ورکړي، چې په عاجل ډول مهمې مسلې د طالبانو د چارواکو پاملرنې ته ورسولی شي.

همداشان ملګروملتونو او نړیوالې ټولنې ته په سپارښتنو کې یوه یې دا وه چې طالبانو پر حکومت د ښځو حقونو ته د درناوي په برخه کې فشار ته دوام ورکړي.

د طالبانو چارواکو او ملګروملتونو ته په یوه بله سپارښتنه کې له هغوی غوښتل شوي، چې د ښځو د کارموندلو لپاره د اقتصادي پیاوړتیا، د ښځو ظرفیت جوړونې، تعلیم او هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په برخه کې ځواب ویلو په برخو کې خپلې هڅې زیاتې کړي .

یوناما ویلي، چې ښځو ته هم ددې سپارښتنه شوې، چې په ټولنه کې داسې دود او دستور ته شا کړي، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د ظلم سبب ګرځي.

یوناما ویلي کندز کې ښځو د طالبانو له چارواکو غوښتي، چې د ټولو عمر لرونکو نجونو ته د زده کړو امکانات برابر کړي.

همداشان یوناما وايي، هرات کې ښځو ورته ویلي ، چې افغانستان کې د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست د میاشتې د سیاسي بدلون وړاندې ښځو د سولې په بهیر، پوهنې او نورو چارو کې په دغه ولایت کې فعاله ونډه لرله، خو اوس مهال د ښځو پر وړاندې د جنسیت تبعیض او په سیستماتیک ډول د پریکړو نیولو میکانیزم څخه ښځې منع شوي دي.

د ملګروملتونو له خوا د نړیوالې پرانیستې ورځې نوښت په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د امنیت شورا د ۱۳۲۵ پریکړه لیک د عملي کولو لپاره د بیا کتنې لپاره پیل شوی دی، چې په ترڅ کې یې په ټوله نړۍ کې ښځو ته ددې امکان ورکوي، چې د سولې او امنیت په برخو کې د هڅو د پیاوړتیا په باب بحثونه وکړي او د ښځو په اړه په پالیسو او قوانینو کې د تعدیلاتو وړاندیز وکړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۳۲۵ نمبر پریکړه لیک ددې یادونه کوي، چې جګړو په یو غیر متناسب ډول پر ښځو ناوړه اغیز کړی او د جګړې په مخنیوي کې د ښځو د رول د زیاتیدو په اړتیا ټینګار کوي.

XS
SM
MD
LG