د لاس رسي وړ اتصالات

اندونیزیا کې پر مسیحیانو هم "شرعي قانون" تطبیق شوی


کله چې ښځه وهل کېدله، هغې د خپل مخ د پټولو هڅه کوله
کله چې ښځه وهل کېدله، هغې د خپل مخ د پټولو هڅه کوله

د اندونیزیا د آچه په ایالت کې د قمار په تور په عام محضر کې مسیحي ښځه او مېړه په لښتې وهل شوي دي.

پر دوی تور و چې د ماشومانو یوه تفریحي ګیم کې یې له یو بل سره پېسې تبادله کړې چې دا کار د اندونیزیا د آچه په محافظه کاره ایالت کې قمار او د "شرعي قانون" خلاف بلل کیږي.

پېښه د سه شنبې په ورځ (فبروري۲۷) د بند آچه کې له یو جومات څخه د باندې شوې.

دغه ۶۱ کلن مېړه او ۴۵ کلنه ښځه شپږ او اووه کلکې لښتې ووهل شول. له دوی سره یو بل کس هم ووهل شو چې دغې جوړې ته یې د ګیم وهلو زمینه برابره کړې وه.

د دغې جوړې د وهلو سیل ته شاوخوا ۳۰۰ کسان راټول شوي وو او ځینو یې چیغې وهلي: "غټ خلک یاست او دا کار کوی!" یو شمېر نورو راټولو شویو د دغي پېښې تصویرونه او فلمونه هم واخیستل. کله چې یې ښځه وهله، هغې د خپل مخ د پټولو هڅه کوله.

د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ په میاشت کې یو بل مسیحي د شراب خرڅولو په تور په عام محضر کې ووهل شو
د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ په میاشت کې یو بل مسیحي د شراب خرڅولو په تور په عام محضر کې ووهل شو

د اسوشیتډپرس اژانس وايي د اندونیزیا د دغه ایالت د قانون له مخې په شرابو، قمار وهلو، همجنسبازۍ او زنا تورن خلک په عام محضر کې وهل کیږي.

د بند آچه ښاروال امین الله عثمان وايي "دا کار مو د نورو خلکو د عبرت لپاره وکړ. هغه خلک چې له شرعي قانون نه سرغړونه کوي، سزا ورکول کیږي."

د آچه ایالت په ۲۰۰۱ کې دغه "شرعي قانون" تصویب کړ او د اندونیزیا مرکزي حکومت هم ورسره ومانه. د روان کال په جنورۍ کې یو بل مسیحي په دې تور په عام محضر کې ووهل شو چې شراب یې خرڅول.

په آچه کې شاوخوا پنځه میلیونه خلک ژوند کوي چې ۹۵ فیصده یې مسلمانان دي.

XS
SM
MD
LG