د لاس رسي وړ اتصالات

هند افغان سیکانو او هندوانو ته تابعیت ورکوي


افغان سیکانو او هندوانو ته د تابعیت ورکولو مخالفانو د آسام په ایالت کې مظاهرې کړي
افغان سیکانو او هندوانو ته د تابعیت ورکولو مخالفانو د آسام په ایالت کې مظاهرې کړي

د هند حکومت وايي هغو سیکانو، هندوانو، جینانو او بودایانو ته، چې د ۲۰۱۴ د ډسمبر تر ۳۱ مخکې له افغانستان، پاکستان او بنګله دېش څخه هند ته ورغلي، تابعیت ورکوي.

د هند د کورنیو چارو وزیر راجنت سنګ د سه شنبې په ورځ (جدي ١٨) د هند د پارلمان غړو ته وویل چې دغه خلک له هند پرته بل ځای نلري. د هند پارلمان د سه شنبې په ورځ پدې هکله یوه لایحه هم تصویب کړه.

له دغې پرېکړې وروسته د هند په آسام ایالت او ځینو نورو برخو کې خلکو مظاهرې وکړې او دا پرېکړه یې وغندله.

د آسام د محصلینو د ټولنې مشر سموجال بهاتاچریا اسوشیتدپرس ته وویل چې د مذهب په اساس یو چا ته تابعیت ورکول د سیکولر د اساسي قانون خلاف کار دی.

د دغې پرېکړې مخالفان ادعا لري چې د بنګله دېش هندو کډوالو ته تابعیت ورکول بومي هندوانو ته خطرناک پریوځي. آسام له بنګله دېش سره لوی سرحد لري.

خو د هند د کورنیو چارو وزیر وویل چې ټول کډوال به د آسام په ولایت کې نه ځای پرځای کوي، بلکې کډوال به د هغوی په خوښه د هند په نورو ځایونو کې مېشت کړل شي.

په هند کې واکمن ګوند بهارتیا جنتا هلې ځلې کوي چې ټولو هغو هندوانو ته چې له تبعیض او نورو ستونزو سره مخامخ دي، پناه ورکړي.

لا معلومه نه ده چې له افغانستان څخه څومره هندوان او سیکان هند ته تللي او کډوال شوي دي. د نجیب الله د حکومت له نسکورېدو وروسته په افغانستان کې ځینو زورواکو د هندوانو او سیکانو جایدادونه او هندو سوزانونه په زوره واخیستل.

همدا څو میاشتې مخکې په جلال اباد کې پر سیکانو یو ځانمرګی برید وشو شاوخوا لس تنه یې ووژل، دا په افغانستان کې پر دغه اقلیت تر ټولو لوی برید بلل کیږي. له دغه برید وروسته د دوی د امنیت په اړه اندېښنې نورې هم زیاتې شوې.

XS
SM
MD
LG