د لاس رسي وړ اتصالات

معصوم ستانکزی: له طالبانو سره مو ابتدايي تفاهمات وکړل


معصوم ستانکزی د اسلامي جمهوري د پلاوی مشر دی
معصوم ستانکزی د اسلامي جمهوري د پلاوی مشر دی

له طالبانو سره «د افغانستان د سولې مذاکرات» لپاره د «اسلامي‌جمهوريت» د پلاوي مشر معصوم ستانکزی وايي چې د طالبانو له پلاوي سره یې لومړی مجلس وکړ.

ښاغلي ستانکزي د یکشنبې په ورځ سپتمبر ۱۳ (وږي۲۳) په قطر کې د افغانستان د مصالحې د شورا له مشر عبدالله عبدالله سره یو ځای د دغو مذاکراتو په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل.

هغه وویل چې تېره ورځ یې له افتتاحي مراسمو وروسته د طالبانو له پلاوي سره ولیدل او په یو لړ مسایلو یې خبرې وکړې.

هغه وویل: «ابتدايي تفاهمات شوي‌ دي. دا تفاهمات دا دي چې څنګه وکولی شو مذاکرات له سطحې څخه عمق ته بوځو. په کومو مسایلو پیل وکړو؟ کوم اصول مراعت کړو؟ او طبعآ د تماس په ګروپ ‌او نورو مسایلو هم بحث وشو. نن د دواړو خواو د امادګۍ ورځ ده چې د مجالسو، تقسیم اوقات او هغه کارونو په اړه چې باید یې وکړو، خبرې کیږي.»

نوموړي وویل چې افغان پلاوی به له طالبانو سره په خبرو کې « د افغانستان د خلکو نظریات او غوښتنې منعکس کړي». معصوم ستانکزي وویل چې ستونزو ته حل موندلو لپاره «په مذاکراتو کې د اعتماد جوړول او مشترک درک ایجادول مهم دي.»

د ملي مصالحې د شورا مشر عبدالله عبدالله هم هیله وښوده چې په دغو خبرو کې د افغانستان روانې غمیزې ته د حل لار وموندل شي.

ښاغلي عبدالله وویل چې د تاوتریخوالي روان ساتل به په خبرو منفي اغیز ولري.

د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د « افغانستان د سولې مذاکرات» تېره ورځ په قطر کې پیل شول د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په ګډون د نړۍ د یو شمېر نورو هېوادونو استازو هم په کې برخه لرله.

ښاغلي پمپیو په خپلو خبرو کې وویل چې دا مذاکرات د افغانستان لپاره ډېر تاریخي او حیاتي دي او باید له دغه فرصت څخه ګټه واخیستل شي.

نوموړي تېره ورځ د افغان پلاوي له ځینو غړو او د طالبانو د سیاسي مرستیال ملا برادر سره هم ولیدل. هغه په خپل ټویټر کې لیکلي وو: «...طالبان باید د سیاسي جوړجاړي او د څلوېښت کلنې جګړې د ختمولو لپاره د هر اړخیز او دایمي اوربند د رسېدو لپاره له دغه فرصت څخه ګټه واخلي. دا هڅه باید د افغانانو په مشرۍ وشي.»

چارواکي وايي‌ چې د مذاکراتو پر مهال به بهرنیان نه وي‌ او یوازې د دواړو هیئتونو غړي یو بل ته سره مخامخ ناست او غږیږي. دا مذاکرات د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د تړون یوه عمده برخه ده چې په افغانستان کې روان جنګ ختم شي.

XS
SM
MD
LG