د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ نړیوالې لوبې بیا پیلیږي


د ویسټ انډیز لوبدله انګلنډ ته تللې ده
د ویسټ انډیز لوبدله انګلنډ ته تللې ده

د کرکټ نړیوالې شورا اعلان وکړ چې سبا د چهارشنبې په ورځ جولاۍ اتمه (چنګاښ۱۸) د کرکټ نړیوالې لوبې بیا پیلیږي.

د کروناویروس له څو میاشتو د کرکټ ټولې نړیوالې او تجارتي لوبې بندې شوې. له دغه قرنطین وروسته به لومړۍ لوبه د انګلنډ او ویسټ انډیز ترمنځ وي چې د پنځو ورځو ده.

د کرکټ د نړیوالې شورا اجرايي مشر مانو ساهني په یوې اعلامیې کې ویلي دي: "ډېر خوښ یو چې بیا کرکټ پیلوو او د انګلنډ او ویسټ انډیز ترمنځ په ټسټ لوبه یې پیلوو."

د ویسټ انډیز لوبډله انګلنډ ته تللې ده او ټاکل شوې ده چې لومړۍ لوبه به د ساوتمپتن په ښار کې وشي. دواړه لوبډلې د ټست درې لوبې کوي چې دا لړۍ د جولاۍ په اتمه پیلیږي او په ۲۸ ختمیږي.

د کروناویروس له کبله نندارچیان میدان ته نه پرېښودل کیږي.

د برتانیا د ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې په دغې لوبې کې به په لاوډسپیکرونو کې د نندارچیانو مصنوعي غږونه او شور ماشور غږول کیږي چې لوبغاړي وهڅول شي.

دا نړیوالې لوبې داسې مهال پیلیږي چې لا هم شکونه شته چې شاید شل اوریز نړیوال جام سیالۍ ونشي او یا وځنډول شي. دا سیالۍ د اکتوبر په میاشت کې په استرالیا کې کیږي.

XS
SM
MD
LG