د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو ته د ځانګړو عملیاتو د قوماندان خبرداری


د افغانستان د ملي اردو د ځانګړو عملیاتو قول اردو قومندان
د افغانستان د ملي اردو د ځانګړو عملیاتو قول اردو قومندان

د افغاستان د ملي اردو د ځانګړو عملیاتو قول اردو قوماندان وايي، که د داعش په ګډون بهرني وسله وال افغان خاوره ترک نه کړي وبه وژل شي.

جنرال فرید احمدي له امریکا غږ سر ځانګړې مرکه کې وویل، چې افغان کمانډو ورځ تر بلې پیاوړي کېږي او په دې وروستیو کې ګڼ شمېر سیمې له دښمن څخه پاکې کړي دي.

هغه وویل:"د داعش په ګډون بهرني وسله وال باید افغان مقدسه خاوره ترک کړي، کنه وبه وژل شي."

نوموړي زیاته کړه، چې افغان کمانډو په شمال او ختیځ کې داعش وسله وال سخت ځپلي دي.

د افغانستان د ملي اردو د ځانګړو عملیاتو د قول اردو مشر همدارنګه زیاته کړه، چې له تېرې یوې میاشتې راپدېخوا یې شپني عملیات درې برابره زیات کړي دي.

د ښاغلي احمدي په وینا چې یوازې په تېرو څلورو میاشتو کې د یادو عملیاتو پرمهال د طالبانو له۱۶ زندانونو څخه یې څه باندې ۳۵۰زندانیان راخوشي کړي دي.

د ملي اردو دغه لوړپوړي قوماندان همدارنګه وویل، چې په تېرو پنځو میاشتو کې د شپینو عملیاتو پرمهال ملکي تلفات صفر ته راټیټ شوي دي.

نوموړی پر داسې مهال د ملکي وګړو د تلفاتو د کچې د راټیټېدو خبر ورکوي، چې په دې وروستیو کې د شپنیو عملیاتو پرمهال د ملکي وګړو د تلفاتو په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.

جنرال فرید احمدي همدارنګه زیاته کړه، چې افغان کمانډو سرتېرو یوازې په تېره یوه اونۍ ۳۶ هوايي او ځمکني عملیات تر سره کړي، چې ۹۴ سلنه یې مستقلانه وه.

هغه همدارنګه زیاته کړه، هغه وسله وال چې مقاومت کوي، باید وځپل شي او هغه چې سوله کوي باید ورسره خبرې وشي.

XS
SM
MD
LG