د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو هر کلی کړی


عکس د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې.
عکس د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني خبرو د پیلېدو هر کلی کړی دی.

ټاکل شوې سبه شنبه د سپټمبر۱۲ د قطر مرکز دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي پلاوي ترمنځ بین الافغاني خبرې پيل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدل افغانستان د سولې او ثبات ټینګېدو او د روانې څلوېښت کلنې جګړې د ختمېدو او وینې بهېدو مخنیوي لپاره یو تاریخي فرصت بللی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم په دغه غونډه کې ګډون کوي.

په اعلامیه کې له مذاکراتي ټېمونو څخه غوښتل شوي چې د دغه بهیر د بریاليتوب لپاره عملي ګامونه واخلي او له صبر او زغم څخه کار واخلي.

بیان وايي چې د افغانستان خلک او نړیواله ټولنه له دغه بهیر څخه نظارت کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه زیاته کړې چې د افغانستان خلک له کلونو د جګړې پېټې پر اوږو وړي او وايي چې اوس د سولې وخت رارسېدلی دی.

د افغان حکومت، طالبانو او قطر د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو په اساس ټاکل شوې سبا شنبه د سپتمبر ۱۲ په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي ټېمونو ترمنځ تاریخي بین الافغاني مذاکرات پيل شي.

افغان حکومت ویلي چې په یادو مذاکراتو کې د ملي مصالحې شورا رئیس عبدالله عبدالله او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر او یو شمېر نور چارواکي هم ګډون کوي.

طالبانو د شیخ مولوي عبدالحکم په مشرۍ د یادو مذاکراتو لپاره ۲۱ کسیز ټیم اعلان کړی دی.

په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او سولې ټینګېدو په هدف دا د سولې مذاکراتو دوهم پړاو دی چې سبا پیلیږي.

لومړی د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات پيل شول چې د روان ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ پر ۲۹مه د یوې توافقنامې په لاسلیک سره پای ته ورسېدل.

XS
SM
MD
LG